افغانستان

دولتي عسکرو په بغلان کې یو ملکي کس د خپل کور ترمخه ویشتلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په ملکي خلکو د بریدنو په دوام دولتي عسکرو تیره ورځ یوځل بیا د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې یو ملکي کس د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی دی.

د سیمې  خلک وايي، دولتي عسکرو تیره ورځ د پلخمري ولسوالۍ ډنډ شهاب الدین په «عمرخیلو» سیمه کې د غلام اکا په نوم یو ملکي کس د خپل کور مخې ته په ډزو ویشتلی او په «شهادت» رسولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په هرات او فراه ولایتونو کې هم د دولتي عسکرو په ډزو ۱۵ تنه ملکيان ټپیان او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x