افغانستان

کابل کې وسله والو دوې ښځینه قاضیانې په ډزو وژلې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په لسمه امنیتي حوزه کې ناڅرګنده وسله والو د سترې محکمې د کارمندانو پر لېږدوونکي موټر برید کړی چې له امله یې دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند «فردوس فرامرز» رسنیو ته ویلي، چې نن سهار اته نیمي بجې شاوخوا د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «قلعه فتح الله» سیمه کې پر موټرسایکل سپرو وسله والو پر یوه موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې دوې ښځینه قاضیانې وژل شوې دي او د موټر چلوونکی يې ټپي دی.

ورته مهال د سترې محکمې ویاند «احمد فهیم قیوم» هم د سترې محکمې پر ښځینه قاضیانو د وسله وال برید خبرونه تاییدوي او په خبره یې، موټرسایکل سپرو وسله والو د سترې محکمې د کارمندانو موټر داسې مهال په نښه کړی، چې هغوی له کورونو څخه د دندې د ځای په لوري روان وو.

د قیوم په خبره، د وژل شویو قاضیانو هویت به وروسته څرګند شي.

یاده دې وي، چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل ښار کې نا امني اوج ته رسېدلي، چې له امله یې د حکومت امنیتي ارګانونه له توندو نیوکو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x