نړۍ

د بايډن د لوړې مراسم؛ د واشنګټن په شمول په ۵۰ ايالتونو کې د تيارسئ حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن له لوړې مخکې د پلازمېنې واشنګټن په شمول په پنځوسو ايالتونو کې د وسله‌والو مظاهرو خبرداری خپور شوی او پر وړاندې يې د تیارسئ حالت اعلان شوی دی.

د امريکا د ملي ګارډ نږدې شل زره ځواکونه د واشګنټن امنيت ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي، لوی واټونه او لارې د عامو خلکو پر مخ تړل شوي دي.

د امريکا د فدرالي څېړنو ادارې «ایف بي ای» ويلي، د ټرمپ د پلويانو له لوري په پلازمېنې واشنګټن او پنځوسو نورو ايالتونو کې له تاوتريخوالي د ډکو مظاهرو لپاره تیاری روان دی او کېدای شي د جنورۍ په شلمه د جو بايډن د لوړې په ورځ په ټولو ايالتونو کې ګډوډي رامنځته کړي.

د جو بايډن ټيم يو پلان تيار کړی، چې له مخې به يې د ټرمپ ځينې مهمې تګلارې لغوه او پر ځای به يې نوې پاليسي اعلان شي.

امريکايي رسنۍ وايي، د بايډن له لوري د لوړې له مراسمو وروسته به ولسمشرۍ حکم جاري شي، چې له مخې به يې د ټرمپ يو شمېر مهمې تګلارې لغوه اعلان شي.

د ولسمشرۍ حکم ځانګړنه دا وي، چې د کانګريس تاييد ته اړتيا نه لري.

په دغه پرېکړه کې لاندې خبرې امکان لري

  • ټرمپ د پارپس د اقليم بدلون له تړونه وتلی و، او بايډن به بېرته امريکا د دغه تړون برخه وګرځوي.
  • د مسلمانو هېوادونو پر اتباعو لګېدلي بنديزونه به پورته کړي.
  • په واشنګټن کې له يوې حکومتي ودانۍ بلې ته د تګ پر مهال ماسک کارول به لازمي کړي.

د بايډن د لوړې مراسمو پر مهال به د پلازمېنې واشنګنټن ډېرې لويې لارې تړل شوي وي او د ملي ځواک نږدې شل زره پوځيان به د امنيت ساتلو په موخه ځای پر ځای شوي وي.

د امريکا تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه ټيم له خپلو پلويانو غوښتي، چې د بايډن د لوړې مراسمو پر مهال واشنګټن او نورو ښارونو مظاهرې وکړي.

«ایف بي ای» وايي، ځينو ډلو پلان جوړ کړی، چې د جنورۍ له ۱۷مې نېټې واشنګټن او نورو ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې پيل کړي، تر څو د نوي ټاکل شوي ولسمشر د لوړې مراسم له ګډوډۍ سره مخ کړي.

استخباراتي رپوټونه وايي، دغه ډلې غواړي، د لوړې د مراسمو په ورځ د فدارلي حکومت ودانيو ته ننوځي او هلته اړی ګړی رامنځته کړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۳م نومبر ټاکنې بايللي او د هغه ډيموکراټ سيال جو بايډن په ډېر اکثريت کامیاب شوی، خو ټرمپ لا هم د خپلې ماتې منلو ته نه دی تيار.

د جنوري په ۶مه نېټه هم د ټرمپ زرګونو پلويانو د کانګریس پر ودانۍ برید کړی و، چې پر مهال يې د يوه پولیس افسر په شمول پنځه تنه وژل شوي او څوارلس پولیس ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x