نړۍ

کراچی دروژي په اوله ورځ یوځل بیا دوژنو او اورونو شاهده وه

khi-voilence-AFP-543(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۲) کراچي: تیره ورځ دکراچی ښارپه مختلفو سیموکي دډزو اوتښتو له کبله له دیرشو څخه زیات خلګ ووژل شول اوله ۹۰ څخه زیاتو موټروته ور واچول شو، اوهمدارنګه تیرماښام ناوخته نامالومو وسلوالو دلاسپاکونو دیوي کارخاني مخته دګارګرانو ولاړو موټرسایکلنوته اور ورواچاوو چي له كبله يي له  ۱۰۰ څخه زيات موټرسایکل وسوځول شول، دپیښي وځای ته نژدي داور وژني موټر ولاړ وو خو دحالاتو دخرابتیا له کبله یی ونشوای کړای چي دپیښي ځای ته ورشي.

یوه اوني مخکي دکراچي دمختلفو ګوندونو مشرانو په کراچي  كي دسولي او امن لپاره په ښارکي ګټ مارش هم کړي وو، خوشنونکي وایی دسیاسي ګوندونو له لوري ګډ مارش دکراچي په حالاتو کوم مثبت اثروانه چاوه، بلکه په کومه ورځ چي دکراچي دسیاسي ګوندونو له لوری په ښارکي ګډ مارش روان  وو په عین وخت کي دوه وکیلان دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شول.

اوبل, مارش دکراچي دکلفټن په سیمه کی ترسره شو چي هغه سیمه کي له پخوا څخه کوم زیات دمرګ ژوبلو خبرنه ده ورکول شوي چي حتي کلفټن او ډیفنس په کراچي کی هغه سیمی دي چي خلګ یی بیخي کراچی نه بلکه کوچني لندن بولي، کلفټن اوډیفینس کي چي کوم خلګ اوسیږي یاخو ډبل تابعیت لري یعنی پاکستانی اوبرطانوي اویاهم پاکستاني اوامریکایی تابعیتونو لري، اودغه دواړی هغه سیمي دي چي اکثره یی وګړي یی په انګریزي باندي خبري کوي چي ورشی وړوکي بچی به له مور سره روان وي دواړه به پاکستاني وي خوبیا هم خبری په انګریزي سره کوی، اوځیني خلګ خو لاوایی چي دکراچي دښار دعصلو اوشیدو ویالي وکلفټن اوډیفنس ته بهیږي، ښه ښه سړکونه پاک پارکونو اوشني کوڅي لري، دشپي لخوا دخلګو دساتیری لپاره نایټ کلبونه اوهمدارنګه نور دساتیري ځایونه لري.

اوداکثره حکومتي چارواکو هغه که ملکي وي او عسکري چارواکي وي  کورونه یی په کلفټن اوډیفنس کی دي.

دتیري ورځي پیښی دکراچي پرسرجاني ټاون کي رامنځ ته شوی وی چي مخالفو ډلو یودبل کورونو دکانونو، هوټلو اوموټرو ته اورونه واچول، دشپي ترناوخته پوري ډزی رواني چي دماشومانو اوښځوپه شمول په لسګونو خلګ ووژل شول، خو د دحکومت له لوری مونږ کوم چارواګي ونه لیدي چي له کلفټن اویا هم ډیفنس څخه دي له خپلي یخي ماڼي څخه راوتلي وي اوسرجاني ټاون په اور اولمبو کی راګیرو خلګو پوښتنه اومالومات دي کړي وي، یواځي دومره وکړي دتلویزیون په هنداره راښکاره شي، څوخبري وکړي درواغ اورښتیا سره ګډ کړي وروسته بیاترهغو پوری ورک وي ترڅو روغتونونه یوځل بیا له ټپیانو اومړو ډک شي بیا یوپلا لکه دفلم هیرو ترنوره څیره مخکي بریتونه راښکاره کړي چي بس هرڅه راته مالوم دي چي کراچي څوک حالات خرابوی او ولي یی خرابه وی اوبیا ورک شي.

دکراچي دحالاتو په اړه تیره ورځ دسنده ایالت دکورنیو چارو وزیر په کراچی کی دوو مخالفو ډلو مرکزونو ته هم ورغی، هغو هم ورسره په کراچی کي دسولي او امنیت لپاره له نوموړی سره ژمني وکړي، خوچي کله لا ښاغلي دکورنیو چارو وزیر منظور وسام خپل بریتونوباندی  ګوتي نوي تیری کړی کراچی یو پلا بیا مرګونو او اورونه پرسر واخیسته، تیرماښام دکراچي ښارګلشن اقبال ټاون ابولحسن اصفحاني روډ باندي یو سپین ږری نسوار خرڅونکي کس دنامالومو وسلوالو له لوري په ډزو سره ووژل شول، دنوموړي جسد لا دپیښ له ځایه نه وو پورته شوی چي په ورته سیمه کي یو بل پښتون ځلمي هلک اویو بلوڅ ځوان دنامالومو وسلوالو له لوري ترډزو لاندی راغلو اوځای پرځای ووژل شول، اوهمدارنګه نن سهاروختی دکراچي په مرکزی سیمه جناح روډ باندي نامالومو موټر چلونکو یوه وژل شوی کس له موټره پرسړک باندی وغورځاوه، چي وروسته بیا پولیسو دکراچی په شمال ختیځه سیمه ناظم ابادکي چی اکثره وګړي یی دهند مهاجر دی دوه وژل شوی کسان چي مړي ټوټي ټوټی  شوی وو اوبیا په بوجیو کی اچول شوی وو پيداکړه، چي دغه رنګه وژنو کي همیشه دهند دمهاجرو ګوند لاس لري.

په کراچی کي دپښتنو ملي ګوند(عوامي نیشنل ګوند) دښار دامنیت  لپاره په وار وار سره له مرکزی حکومت څخه دفوځ دځای پرځای کولو غوښتنه کړي ده، خوڅوک یی خبره نه اوري، اوحتی ځینی سیاسي ګوندونه په کراچي کي دفوځ دځای پرځای کیدو مخالفت کوي.

بخت الرحمن بخت …………… ڼڼ ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x