افغانستان

ولسمشر کرزي له جان کېري سره وکتل

ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر، جان کېري سره وکتل.

کابل ته جان کېري داسې مهال راځي، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله نه مني او د موازي حکومت د علان ګواښ یې کړی. د ښاغلي کېري د سفر خبر په لومړي ځل تېره سې شنبه ښاغلي عبدالله له رسنیو سره شریک کړ.

له ولسمشر کرزي سره په نننۍ لیدنه کې د افغانستان اړوند مسایلو، د ټاکنو د ستونزې د حل لپاره د ملګرو ملتونو پر وړاندیز او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندو د نظریو په اړه خبرې وشوې.

افغان ولسمشر وویل، چې د ټاکنو د ترېنګلي حالت څخه د وتلو لپاره له هرې طرحې سره په دې شرط موافق دی، چې د افغانستان قانوني سرچینو او نوماندو سره په تفاهم وي.

ولسمشر کرزي د ملګرو ملتونو رول تایید کړ او یو ځل بیا یې تینګار وکړ، چې د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم به له مخکیني مهالوېش سره سم د زمري پر ۱۱مه ترسره شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د تېر په څېر له ستونزو سره مخ دي. دغه ستونزه هغه مهال کړکېچ ته ورسېده، چې د ټاکنو خپلوک کمېسیون تېره دوشنبه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې اشرف غني احمدزی پکې له عبدالله عبدالله مخکې شو. عبدالله دا پایلې نه مني او کمېسیون، د اشرف غني ټیم او ولسمشر، درېواړه یې په “درغلۍ” تورن کړي. تر دې دمه د وتنلارې څرک نه لګي. د حل لار د ښاغلي جان کېري سفر پورې تړلي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x