شعـــــرونه

تېرشان/ فدامحمد نومير

فدا محمد نومير

خدايه څه سوشان، شوکت د مسلمان
چې تر توغ لانـدې يې وو واړه جهان

روم او پاريس چې به يې لړزيده په کور کې
چيرې لاړه هغه دبدبه او شان

فرانس، پرنګ چې به يې نوم اخيسـتی نسو
نن رادرومـي بې درېغه مې په ځان

چې يې شـپږ زره مـيله خـلافـت وو( ۱ )
چېري ولاړې مې هارون (۲)د عباسيان

چې يې ټيکري ته چا کتلی نشول
نن په ګور کې دی ايسار معتصم ځوان(۳)

خيبريانو(۴) رانه قدس په زور نيولي
استانبول ويني خالـي مـې له سلطان(۵)

زنګي (۶) ولاړئ،صلاح(۷)ولاړئ او نور لاړل
امرأء مې د پردو سوه غلامان

د پردو فوځونه ګرځي مې په کور
مسلمان هک پک په ځان پورې حيران

فلسفـي يې د پردو کړلې خپلې
د اغيار کاسه خواړه مې سوه ځوانان

که يو ځلې منګول ښخې په اسلام کا
له قبرو به راوپاڅي اندلسيان (۸)

کښـته، پورته دي راغلي په څو ځلې
هره چاره ده الله (ج) لره اسان

که په يو کرسـي عرب او عجم کينـي
هغه وخت به د نومير خوب سي عيان

متحده ايالات ، جنوبي کلفورنيا

۱ـ دعباسيانودخلافت اوږدوالی
۲ ـ هارون رشيد
۳ ـ معتصم بالله
۴ ـ يهود
۵ ـ سلطان محمد فاتح
۶ ـ نورالرين زنګي
۷ ـ صلاح الدين ايوبي
۸ ـ اسلامي خلافت په اندلس (هسپانيه) کي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x