افغانستان

طالبان: پاتې بندیانو د خلاصون او تورلیست ختمولو کې ځنډ د مذاکراتو بهیر اغیزمنولای شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): لوړ پوړو طالب مشرانو له امریکايي چارواکو سره په ناسته کې یوځل بیا ټینګار کړی، ترڅو د سولې توافقنامې مطابق دوی پاتې بندیان زر تر زره خوشې او له تورلیست څخه د طالب مشرانو نومونه لرې کړل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټو کې ویلي پرون د شنبې په ورځ ماسپښین د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، بین الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني او مل هیئت او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغانستان کې د امریکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او مل هیئت ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

نوموړی زیاتوي، د ناستې په جریان کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې پر اهمیت او د هغې د ټولو مادو پر ښه تطبیق او عملي کېدو د خبرو ترڅنګ طالب استازو امریکايي چارواکو ته په ټینګار سره ویلي، ترڅو د توافقنامې مطابق ددوی پاتې بندیان زر تر زر خلاص او له  تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه حذف کړي.

د هغه په خبره طالبانو دغه راز امریکايي چارواکو ته څرګنده کړې که چیرې د توفقنامې تطبیق کې خنډ او ځنډ واقع کیږي، دا به د مذاکراتو پر بهیر منفي اغیز وکړي:

«اسلامي امارت ټينګار وکړ چې په عام ډول د توافقنامې پر پوره عملي کولو او په ځانګړي ډول دغو دوو موضوعاتو په اړه چې بايد اوس تر ډېره نهايي شوې وای عملي ګامونه نه اخيستل د مذاکراتو پر روان بهير منفي اغيز کوي.»

د طالبانو او امریکايي لوړ پوړو چارواکو دغه ناسته په  داسې مهال ترسره کیږي، چې د دوحې تړون مطابق افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ چټکه شوې او دا مهال تر بل هر وخت کم شمېر امریکايي عسکر په افغانستان کې موجود دي.

ددې ترڅنګ د امریکا د دفاع سرپرست وزیر جنرال کریسټوفر سي میلر وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د دوحې توافقنامې مطابق به د مئ تر میاشتې افغانستان کې یو امریکايي عسکر هم نه پاتې کیږي او حالاتو ته په کتلو به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د مذاکراتو بهیر مو همدا اوس برابر کړی ده زیان میان یی لا پسی څه ده؟ مذکرات داسی نه کیږی چی پکی چل ول وی. پدی مذاکراتو کی حسن نیت او صداقت نلیدل کیږی او زه فکر نکوم چی دا مذاکرات به مثبته نتیجه ورکړی. په ابتدا کی خو طالبانو ښه اتڼونه ورته کوم هغوی فکر کاوه چی د تړون د امضاء کولو سره به سمدالاسه حکومت هم مخ پر ړنګیدو شی او کابل به یوار بیا بدون له جنګه فتح کړی خو هغسی ونشول. طالب دی اوس پوه شی چی دا جنګ لدی ورسته کومه شرغی معنی لری او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x