افغانستان

کابل کې د ښځینه قاضیانو ترور؛ امریکا یې د طالبانو کار بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې په کابل کې د سترې محکمې دوې ښځینه قاضیانې د ناڅرګنده وسله والو په ډزو کې ووژل شوې؛ په کابل کې د امریکا سفارت ددې کار مسئولیت پر طالبانو اچولی او ټینګار یې کړی، چې د ترورونو دا لړۍ باید ودرول شي.

نن سهار اته نیمي بجې شاوخوا د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند «قلعه فتح الله» سیمه کې موټرسایکل سپرو وسله والو د سترې محکمې د کارمندانو پر لېږدوونکي موټر ډزې وکړې، چې له امله یې دوې ښځينه قاضیانې ووژل شوې او د هغوی موټر چلوونکی ټپي شو.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست «راس ویلسون» پر خپل ټویټر باندې د وژل شویو قاضیانو له کورنیو سره غمرازي څرګنده کړې او د پېښې د سمدستي څېړلو غوښتنه یې کړې.

ویلسون ددې تر څنګ طالبان د پېښې عاملین بللي او ټینګار یې کړی چې سولې ته د زمینې برابرېدلو په موخه دا ډول وژنې باید ودرول شي «طالبان باید درک کړي چې ددې ډول وژنو مسئولیت ددوی په غاړه دی او د نړیوالو غوسه راپاروي؛ نو که د سولې راتګ هدف وي، دا ډول وژنې باید ودرول شي.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې کابل کې د ناامنۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې او ګڼ دولتي چارواکي او منسوبین د ناڅرګندو وسله والو د غلچکي بریدونو او چاودنو ښکار شوي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د ننني برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې حکومت تورن کړی وو، چې د سولې پروسې په وړاندې د خنډونو جوړولو او د طالبانو د تخریب په موخه هدفي وژنې او په عامه ځایونو کې بریدونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

امریکا ## خوری!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x