نظــر

پر افغانانو د فرهنګي یرغل لړۍ!

حمزه حسیني

له لسیزو را هیسې مو ګران هیواد د کفارو تر ناوړه اشغال لاندې دی، ګڼو کفري هیوادونو د فزیکي اشغال سربېره د افغانستان فرهنګي چاپېریال هم اشغال کړی دی، د امریکا په مشرۍ یرغلګر هیوادونه په عملي او علني توګه د غربي تهذیب د ترویج چارې پر مخ وړي، خو ځیني هیوادونه یې په خفیه توګه عملي کوي او خپل پسمانده فرهنګ په ډېره تېزۍ سره پکې خپروي، هوکې! د هیواد حاکمه طبقه په لوی لاس پردي فرهنګ ته د تمدید او تعمیم لارې هوارې کړي دي.

ډېری افغانان په شعوري او لاشعوري توګه د ډېرو کمو مادیاتو په بدل کې او یا هسې خیراتي له فرهنګي یرغلګرو څخه دفاع کوي، د دوستانو حیثیت ورکوي، حال دا چې له فزیکي یرغلګرو ډېر خطرناک یې فرهنګي یرغلګر دي، فزیکي یرغلګر به د جغرافیې له لوري مونږ وځپي، هیوادوال به مو راته شهیدان او یا ټپیان کړي، خو فرهنګي یرغلګر د اوسني نسل او راتلونکي نسل عقیده، مذهب او کلتور په بشپړه توګه له منځه وړي.

هند چې اوسمهال د کابل ادارې له نږدې دوستانو څخه ګڼل کیږي، پر افغان فرهنګ یې بې رحمانه یرغلګر راوړی، زمونږ اسلافو ته یې په څو څو ځله سپکاوی کړی، په ډرامو، فلمونو او ورته توهینونکو غونډو کې یې د نومیاليو افغاني کدرونو حیثتونه تر پښو لاندې کړي دي او نړیوالو ته یې داسې تعبیروي، چې ګواکې د وینو تویولو پرته یې نور څه نه پېژندل.

یاد هیواد په پام کې لري چې راتلونکي کې هغه زهرجن فلم د سوشل میډیا پر څپو خپور کړي، چې کرکټ او نورو لهو لعب ته پکې لومړیتوب ورکړی شوی دی، دوی په راتلونکي فلم کې افغان ویده نسل ته دا مهلک پیغام ورکوي، چې ګواکې هند افغانستان ته کرکټ، د لوبو او خوراکي توکو سامان او ورته نور شیان لیږي، او نوره نړۍ افغانستان ته د جګړه ییزو الاتو صادرات کوي.

البته خبره بلعکس روانه ده هند غواړي په افغانانو زهر د شاتو (شهدو) په قېمت وپلوري، دوی د دوستانو په جامه کې د مسلمانانو سرسخته دښمنان دي، دوی نه غواړي افغانان په ارامه فضاء کې ژوند وکړي، بلکې د دوی هدف دا دی چې څنګه وکولی شي د تېر تاریخ غچ له افغانانو واخلي.

باید یادونه وکړم، چې افغانستان له ټولې نړۍ سره ښه روابط غواړي، خاصکر له خپلو ګاونډیو سره، ځکه د افغانستان ګاونډي هیوادونه د افغانستان په سوکالۍ او هوساینه کې تر نورو هیوادونو ښه رول لوبولی شي، خو دا چې دوی په مختلفو طریقو سره زمونږ فرهنګ، کلتور او عنعنات ننګوي؛ کورنۍ مداخله یې بولو او ښه به دا وي چې  ښکېل هیوادونه له دې ناوړو کړنو لاس واخلي.

له درنو قلموالو، د پوهنتون د استادانو، د ملا امامانو او د ټولو درنو مشرانو لخوا دې فرهنګي یرغل تقبیح کړی شي، د غربي مفکورې پر خلاف دې جدي مبارزه وکړی شي، ځوان نسل دې له کفري فرهنګ څخه اسلامي فرهنګ ته سوق کړی شي، د قرآن کریم او نبوي احادیثو له غني قوانینو سره دې اشنا کړی شي او د خپلو اسلافو له تاریخه دې خبر کړی شي؛ تر څو د نړۍ له زهرجنو تهدیداتو سره د مقاومت جوګه شي.

که مو په الهي احکاماتو، نبوي احادیثو، د اسلافو په کړنلارو او افغاني فرهنګ عمل کړی وای، نو کفري نړۍ به نن زمونږ له اخلاقو او کړنو تأثر اخیسته، خو متأسفانه زمونږ وروڼه د فرهنګ له لحاظه د کفري هیوادونو له کړنو رنګ اخیستی، هغه وروڼه چې باید له څېرو یې د اسلام نوراني پلوشې خورېدلی، نن یې په څېرو کې د اغیارو فرهنګ له ورایه ښکاري، چې داسې حالت یقینًا زورونکی وي.

افغانان د نړۍ له هغو باشهامته خلکو څخه ګڼل کیږي، چې تل یې ځمکني يرغلګرو ته ماتې ورکړې ده، اوسمال ددې وخت را رسېدلی چې د فرهنګي ډګر بریا هم په خپل نوم ثبت کړي خو دا هر څه ویښ فکر، تاند قلم او لوړ همت ته اړتیا لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x