افغانستان

د «دوحې تړون» د پاتې برخو د تطبیق لپاره طالبانو، امریکا او قطر درې اړخیزه ناسته کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې لاسلیک شوي تړون بشپړېدو ته د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي، قطر کې د طالبانو، امریکايي او قطري چارواکو درې اخیزه ناسته کې د دغه تړون د پاتې برخو په تطبیق ټینګار شوی دی.

دا څرګندونې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر ویاند ډاکټر محمدنعیم په یو لړ ټویټونو کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې دغه درې اړخیزه ناسته پرون ماښام د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم حقاني او مل هیئت او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد، افغانستان کې د امریکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر او مل هیئت او د قطر هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او مل هیئت په حضور کې ترسره شوه.

ډاکټر نعیم ویلي، په دغه ناسته کې د دوحې تړون پر اهمیت او تطبیق او افغانستان کې د روان وضعیت په اړه بحثونو ترڅنګ ټولو اړخونو د خبرو اترو له لارې د ستونزو په حل ټینګار او غوښتنه وشوه چې ټول اړخونه باید په دې هکله خپل مسئولیتونه سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې چې د دوحې تړون له مخې تیرو لسو میاشتو کې زرګونه امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي او ټاکل شوې ده چې پاتې امریکايي او بهرني عسکر هم د راتلونکې مئ میاشتې پورې له افغانستانه ووزي.

که څه هم وړمه ورځ د امریکا دفاع سرپرست وزیر جنرال کریسټوفر سي میلر په راتلونکو څلورو میاشتو کې د شرایطو مطابق له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو خبره کړې وه او طالبانو د امریکا له دغه کار د هرکلي ترڅنګ له هغوی غوښتي وو چې د تړون مطابق باید خپلې ټولې ژمنې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x