افغانستان

طالبانو په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا او ماشومانو څخه د ملاتړ سازمانونو چارواکو سره په کتنه کې هغوی ته د هرقسم مرستو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، تیره ورځ ناوخته د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو سیاسي مرستیال  او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د آسیايي هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا(WHO) او ماشومانو څخه د ملاتړ (UNICEF) سازمان مشرانو سره لیدنه ترسره کړې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغه لیدنه کې دواړو طرفونو افغانستان کې د ګوزڼ(پولیو) او کرونا په ګډون نورو وبائي ناروغیو د واکسین او درملنې په اړه بحثونه کړي دي.

د ډاکټر نعیم په خبره په دغه مهال د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته په هره برخه کې د خپلو اصولو مطابق د هر اړخیزې مرستې ډاډ ورکړی دی.

«دا چې اسلامي امارت د خپل ولس لپاره د صحي خدماتو وړاندې کول او ورته زمينه برابرول خپل مسئوليت ګڼي. په همدې اساس يې د ملګرو ملتونو صحت سازمان ته د خپلو اصولو له مخې د پوره همکارئ ډاډ ور کړ. او دټولو له خدماتو يې مننه وکړه.»

باید وویل شي چې تیرکال د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته ګڼو بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له طالبانو سره د اړیکو جوړولو په موخه ناستې ترسره کړي او یو شمېر سازمانونو د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې خلکو سره بشري مرستې هم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x