افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټيم مشر: د روانې اوونۍ تر پایه د اجنډا پر مهمو موضوعاتو بحثونه پیلېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل د مذاکراتي ټيم مشر «معصوم ستانکزی» وايي، د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو په دوحه کې ناستې کړې دي او د روانې اوونۍ تر پایه ښايي د اجنډا پر مهمو موضوعاتو باندې د بحثونو پیلېدو ته زمینه برابره شي.

معصوم ستانکزی چې د پخلاینې عالي شورا د رییس «عبدالله عبدالله»، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او نورو چارواکو سره یو ځای یې د ویډيويي کنفرانس له لارې په کابل کې د اروپايي هیوادونو له استازو سره خبرې کولې وویل، چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د اجنډا د ویشلو په اړه بحثونه روان دي چې تر توافق وروسته به د دواړو لورو تر منځ جدي خبرې پیل شي.

په همدې مهال د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «میرویس ناب» ویلي، چې یاد وزارت هم د سولې د تامین په برخه کې هڅې کوي او په خبره يې، د دیني ډيپلوماسۍ له لارې زیار باسي بېلابېل لوري د روانې جګړې غندلو ته وهڅوي.

په دې ناسته کې د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» ویلي، چې په دوحه کې د کابل شته مذاکراتي ټيم د جمهوریت له بشپړ ملاتړ څخه برخمن دی او د جګړې د شدت کموالی او هر اړخیز اوربند هغه موضوعات دي، چې د یاد ټیم د اجنډا په راس کې شته.

یاده دې وي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو پيل شوی او د معلوماتو پر بنسټ، د دواړو لورو مذاکراتي ټیمونو له خپلمنځي ناستو هاخوا له بېلابېلو جهتونو سره هم لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، تازه د طالبانو یو پلاوي د قطر د بهرنیو چارو وزیر «شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» په حضور کې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد»، افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» او ورسره هیئت سره لیدلي او د ناستې په مهال ټینګار شوی، چې د دوحې توافقنامه باید په ښه توګه عملي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څومره زیاد توپیر لیدل کیږی په دواړو ټیمونو کی. د کابل ټیم ګوری څومره منظمه پر چوکیو ناست او خبری کوی، خو کله مو هم د طالبانو د ټیم غړی لیدلی؟ هغه یو خو یی یو ورځ د څوکی له پاسه ناست وه. مشر ملا به چی کله کوم څه امضاء کول نو ورته به وږد پروت او څادر به یی هم پر سر راکښ کړ. تاسو یی پر حکومتداری څه خپل ګلیم سره مو پښی وغځوی.

ملا جانان

طوطو ځوانه، کله دي بیزو لیدلې ده چي د ترکاڼ یا ډاکټر پېښې کوي. که چیري حقیقي ترکاڼ او بیزو څنګ پر څنګ د ترکاڼي پر افزارو کار پیل کړي، ته به ووینې چي بیزو به تر ترکاڼ ډیر په منظم، جدي او ډسپلین سره آره پر لرګي راکشوي او حقیقي ترکاڼ بیا کله د کار په جریان کي پوزه پاکه کړي، کله غوږ وګروي یا کله د اړتیا په احساسولو سره د آرې پر ځای کوم بل افزار راواخلي. په ننداره کي به هر څوک ووایي چي والله بیزو تر ترکاڼ تکړه ده لاکن بیزو هیڅ کله میز یا… نور لوستل »

عبدالروف

ته هم د اشغالګرو ګوډاګی ئې ډالر خوره. بیعقله او پوچ سریه! ته عالمان او په هر شې پوه خلک له غلامانو ٗ بیسوادانو او مفسدینو سره پرتله کوي. ته ډیر جاهل طوطې ئې . طوطیان خو په مشوکه غږیږې خو ته په لکی غږیږې.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x