شعـــــرونه

د حُسن تجلا/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

زړه مې درد کوي ژړا مې ځکه واخلي
د سلګیو واویلا مې ځکه واخلي

زما د فکر په کمره کې راته ناست یې
ستا د حُسن تجـلا مې ځکه واخلـي

زما ارمان ځما له څنګه راڅه بیل کړي
یو ظالم راشي اشنا مې ځکه واخلي

اخ شهیده چې رایاد شې اواره شم
د زړګي درسته دنیا مې ځکه واخلي

امکان نه لري چې ته به راڅه هېر شې
زړه مې داغ دی ورځ بیګا مې ځکه واخلي

زما تانده او چنار ځواني یې ړنګ کړه
ستا غمونه دي مُسکا مې ځکه واخلي

زه( تپـانـد زُهـاد) بــه ولې نه دردېږم
تروږمۍ راشي رڼـا مې ځکه واخلي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x