«ټیلګراف» د اسلامي دولت د حکومت رسمي تشکیل افشا کړی

نن ټکی آسیا: د برتانیا څخه خپریدونکې ورځپاڼې «ټیليګراف» د اسلامي دولت رسمي تشکیل خپور کړی.

ټیليګراف لیکلي چې دغه اسناد د مالکي ځواکونو د اسلامي دولت د یوه چارواکي له کوره پیدا کړي.

ټیليګراف زیاته کړې دغه اسناد د اسلامي دولت د عراقي سیمې د پوځونو مشر عبدالرحمن البیلوي له کوره موندلي. د دوی په وینا البیلوي د مالکي ځواکونو په عملیاتو د جون په ۵مه وژل شوی.

د یادونې وړ ده چې اسلامي دولت تر دې مهاله د خپل دولت تشکیل په اړه څه نه دي ویلي.

ټیلیګراف د اسلامي دولت د مسئولینو اصلي او مستعار نومونه او د دولت تشکیل خپور کړی چې په لاندې ډول دی:

ابوبکر البغدادي (ابراهیم البدري) خلیفه

مرستیال: أبومسلم الترکماني اصلي نوم يې فاضل الحیالي دی، د تلعفر اوسېدونکی دی او د عراق په پوځ کې افسر پاتې شوی.Islmee dawlat tashkeel

وزیران: له چپ لوري

۱- ابو عبدالرحمن البیلاوي – اصلي نوم یې عدنان اسماعیل نجم دی. نوموړی هم د عراقي پوځ پخوانی ډګروال دی. اوسنۍ دنده: د نظامي چارو مسئول. د نوموړي په اړه ادعا کیږي چې د جون په ۵مه موصل کې وژل شوی.

۲- ابو قاسم – اصلي نوم یې عبدالله احمد المشهداني دی. د عربو د جلب و جذب مسئول او د سرتیرو بریدګرو ساتنه او موخې ته د رسونې مسئولیت پر غاړه لري.

۳- ابو هاجر العسافي – اصلي نوم يې محمد حمید الدلیمي دی – د مکاتباتو مسئول

۴- ابو صلاح – اصلي نوم یې موفق مصطفی الکرموش دی. مالي مسئول

۵- ابو علي دوهم کنیه يې ابو لؤی – اصلي نوم یې عبدالواحد خضیر احمد دی. د اسلامي دولت د امنیتي چارو مسئول

۶- ابو محمد – اصلي نوم يې بشار اسماعیل الحمداني دی. د بندیانو مسئول

۷- ابو عبدالقادر – اصلي نوم يې شوکت حازم الفرحات دی. د اسلامي دولت د چارو عمومي مسئول

د جنګ دفتر – له چپ لوري

۱- ابو کفاح – اصلي نوم یې خیري عبدحمود الطائي دی. د چاودنو مسئول

۲- ابو سجي – اصلي نوم يې عوف عبدالرحمن العفري دی، د ټولنیزې ښېګڼې مسئول. (تنخوا ګانو، مرستو او د کورونو کفالت مسئولیت تر غاړې لري)

۳- ابو شیماء – اصلي نوم یې فارس ریاض النعیمي دی. د وسلو مسئول

والیان -له چپ لوري

۱- ابومیسره – اصلي نوم یې احمد عبدالقادر الجزاع دی. د بغداد والي دی

۲- ابو مهند السویداوي – اصلي نوم یې عدنان لطیف السویداوي دی. د عراق پخوانی پوځي دی او د انبار والي دی

۳- ابو جرناس – اصلي نوم يې رضوان طالب الحمدوني دی. د سوريې او عراقي ګډې پولې د څارلو مسئول دی

۴- ابو فاطمه – اصلي نوم يې احمد محسن الجحیشي – د منځني فرات والي دی

۵- ابو فاطمه – اصلي نوم یې نعمت عبدنایف الجبوري دی. د کرکوک والي دی

۶- ابو نبیل – اصلي نوم یې وسام عبدزید الزبیدي د صلاح الدین ولایت والي دی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د