
مېل ورځپاڼه: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل ښه پرمختګ دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د برتانيې مېل ورځپاڼې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه په يوه مطلب کې د طالبانو نظر خپور کړی او دا يو يې ښه پرمختګ بللی دی.
ورځپاڼې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ژمنو يادونه کړې، چې د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال يې کړې وې، چې امريکايي پوځيان به خپلو کورونو ته ستنوي او جګړه به پای ته رسوي.
مېل ورځپاڼه وايي، د تېر جمعې په ورځ د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر د پخوا په پرتله تر ټولو کم کړی او اوس يوازې ۲۵۰۰ امريکايي پوځيان په افغانستان کې پاتې دي.
ورځپاڼې د ځواکونو کمولو په اړه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند ډاکټر محمد نعيم نظر هم راخيستی او دا يې يو ښه پرمختګ بللی دی.
مېل ورځپاڼه وايي، که څه هم د دوحې تړون له مخې د امريکايي پوځيانو شمېر په کمېدو دی، خو په افغانستان کې د جګړې شدت نه دی کم شوی.
ورځپاڼې وړمه ورځ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د ملي امنيت پر ورکشاپ د موټربم برید يادونه کړې وه، چې پړه يې هم طالبانو پر غاړه اخيستې وه.
خو ډيلي مېل د حکومت له لوري د ملکيانو وژلو او عملياتو زياتولو په اړه څه نه دي ويلي.
تېره اونۍ هم په نيمروز ولايت کې د کابل حکومت هوايي ځواک په عملياتو کې د يوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي وو او د ټولې کورنۍ يوازې يو تن په کې ژوندی پاتې و.
د تېر کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کې واشنګټن منلې وه، چې د ۲۰۲۱ کال د مې مياشت تر لومړۍ نېټې به ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي.
ډيلي مېل وايي، د کابل حکومت او طالبان په تمه دي، چې د امريکا نوی ولسمشر جو بايډن د ځواکونو وتلو په اړه څنګه دريځ نيسي.
د کابل حکومت چارواکي وايي، طالبانو د سولې تړون هېڅ بند نه دی عملي کړی، خو په مقابل کې يې طالبان بيا د کابل حکومت د سولې بهير پر وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو او جګړې خوښولو تورنوي.
د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي هم تېره ورځ ويلي و، که طالبان سوله ونه کړي، د هغوی د ځپلو لپاره نورې لارې هم په نظر کې نيول شوي، خو طالبان وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او هڅه کوي، چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې حل شي او جګړه يې وروستی غوراوی بللی دی.