
د ناټو منشي-اشرف غني ته: افغانستان کې مو شتون په شرایطو پورې تړلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده؛ د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» د کابل حکومت له مشر «اشرف غني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغان سولې پروسې او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه ورسره غږېدلی.
سټولټنبرګ ددې تلیفوني خبرو په تړاو پر ټويټر لیکلي «د ناټو دريځ لا هم نه دی بدل شوی او هلته مو شتون په شرایطو پورې تړلی دی.موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکوو تر څو دا یقیني کړو چې افغانستان بیا ځلې د نړیوالو ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.»
Spoke with @ashrafghani about the #Afghanistan peace process. #NATO’s position has not changed & our presence is conditions based. We continue helping the Afghan security forces to ensure Afghanistan never again becomes a safe haven for international terrorism.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) January 18, 2021
د غني او د ناټو د منشي تر منځ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پر بنسټ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.
د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت «پنټاګان» درې ورځې وړاندې ومنله چې افغانستان کې يې د خپلو عسکرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړی او شرایطو ته په کتو به د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه په افغانستان کې د امریکایي عسکرو پوځي حضور صفر ته را ټيټ کړل شي.
ورته مهال طالبانو هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بللی او ټینګار یې کړی، چې توافقنامې ته په کتو باید بهرني عسکر افغانستان پرېږدي.
ورته مهال د کابل حکومت چارواکي بیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي او له هغوی غواړي، چې په کړې پرېکړه بیا نظر وکړي.
د اشرف غني لومړي مرستیال «امرالله صالح» په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې خپل پیل کړی ماموریت پای ته نه دی رسولی او پر طالبانو یې له حده زیات باور کړی دی، چې دده په نظر یوه مرګونې تېروتنه ده.
دا خوشې لاپې دي ناتو بي له امریکا هیڅ نشي کولی او حقوقي هم حق نلري چې په افغانستان کې پاتي شي د اروپا اقتصاد د کرونا له امله ډیر ضعیف شوی هغوی ددالرو غلو ، حرامیانو او فاسدینو ته نور دالر نشي ورکولی چې خارج ته یې غلا کړي او په شخصي جیبونو کې ولویږي !