نظــر

که چاړه د سرو زرو وي څوک یې په خېټه نه منډي

عبدالغفار سربڼ

دا مثل ما ځکه غوره کړ چې معقول خلک هيڅ کله یو تشبث یا عمل ته چې زیان ېې له ګټې زیات وي د تاوان له وېرې دوام نه ورکوي.

اوس مهال چې د دوحې د تړون له فیصلو سره سم بهرني امریکایي فوځونه په وتلو دي نو دا ولې دوی له هغه عمل نه په شا کیږي چې دوی ځان ورته ژمن ګڼل، پټ سببونه یې الله ته څرګند دي خو دا څرګند دلایل  یې کولی شو په لاندې خبرو کې وڅيړو.

ولې د افغانستان جګړه او دلته سیاسي او اقتصادي سوق الجیشي او نورې موخې د غرب، ناټو او امريکې لپاره نن ورځ د  سرو زرو چړو حیثیت پيدا کړ چې که وغواړي لاس ته یې راوړي؛ په لاس نه ورځي خو کولای شي چې په خېټه یې ومنډي او دا عمل  به له حیاتي تاوان سره یو ځای وي دا ولې؟

اول دا چې دوی پر دې هېواد د یو غلط  تور پر بنا یرغل وکړ، راغلي وو په یوه سړي پسې، هغه بهانه هم خلاصه شوه، دوی ته بل دلیل د پاتې کیدو نه و پاتې.

دوهم: راغلي وو اصلا ددې لپاره چې اډې او پایګاوې جوړې کړي خو ادعا یې د مرستې کولو وه.
یو سړک، یوه فابریکه یو عام المنفعه جوړښت او ساختمان چې محکم وي او د خلکو کوم اړتیا پوره کړي؛ نه دی جوړ کړی، د افغانانو لپاره د دوی له وتلو وروسته هيڅ شی نه لیدل کیږی.

دریم: ارقام او شمیرې
د بیا جوړونې لپاره له درست جهان نه ۱۴۵ ملیارده ډالره ورکول شوي چې له دې جملې نیمایي د سیګار په قول شفاف نه دي مصرف شوي.
یو پر دریمه یې له مرستندویه هیواده نه دي وتلي، زیاته برخه یې د اجیرو چارواکو له خوا لوټ شوي.

جنګي جګړه يیزه مصارف:
یواځې امریکا ۲۰۰۰ملیارده ډالر
د ورانولو لپاره ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ډالره
د بیا ودانولو لپاره ۱۴۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰  ډالره
نو کله چې د اډو د جوړولو لپاره  دومره مصرف په کار وي بیا په څومره وخت کې به دا پروژه ګټې راوړي.
د ورانولو لپاره دا لګښت صرف د امریکې دی، دې نورو هیوادونو ځانته لګښت کړی.
د هر افغان د وژلو لپاره فقط امریکې لاندې مصرف کړی:
/۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰/۳۵۰۰۰۰۰۰
دا رقم که تقسیم کړو د افغانستان پر وګړو نو د سړي پر وژلو دلته ۵۷۰۰۰۰ ډالره لګول شوي.
خو  د هر افغان د ژوند پر بیا جوړونې صرف ۴۱۴۲ آمریکایي ډالره په تېرو شلو کلونو کې لګېدلي.
هغه مثل دی چې وایي له غوانه غدود. دا په هغه صورت کې چې پيسې د داخلي اجیرانو نه بچ شوې وای او دا محال دی.

څلورم: دا یر غلکر له ۵۲ هیوادونو نه راغلي په ټول افغانستان کې د داخلي اجیرو ګوډاګیو ډلو په مرسته يې په ټول افغانستان کې د طالبانو په مشرانو پسې او د طالب جنګیالیو پسې په بمونو ګډوډ او زیر و زبر کړلو خو افغانانو دوی په لاس ورنکړل.

که احصاییه سمه وي ۱۰۰۰۰۰۰ څه د پاسه یو میلیون افغانان وژل شوي وي نو دوی ښایي  ۴۰۰۰۰ طالبان په شهادت رسولي وی.
د هر طالب په سر دوی ۲۵ ملکي افغانان شهيدان کړي. ۱۰۰۰۰۰۰/۴۰۰۰۰.
شل کاله دوی ستړي ستومانه طالبان لټول وژل او بندي کول خو جګړه لا پسې تودیدله.
اخر دوی هم دا سوچ وکړ چې دا څه قوم دی چې پر خپلو اتلانو خپل کور کهول قربانوي؟

پنځم:هغه ډیره مهمه برخه، ددې لپاره چې خپل خلک او د دنیا خلک په هغه وغولوي او ارامه یې کړي چې د خپل شتون او اشغال ته مشروعیت ورکړي د دولت او ملت جوړونې باټې وي چې دوی یې هره ورځ په میډیا کې تبلیغ کاوه.
په دې برخه کې دوی څلور ځلې د انتخاباتو په کولو سخت رسوا شول.
دوی د انتخاباتو لپاره هر وار څلور میلیونه رایې ورکونکي سره راجمع نه شو کړی.
تقلب او ناندرۍ او بیا د غربي خارجه وزیرانو تګ راتګ د اجیرانو د یو موټي کولو لپاره  هغه ډرامې وې چې غرب یې خوب  هم نه و لیدلی.
بیا دننه  په ادارې کې د نافرمانۍ او د جګړه مارانو تهدید او  سرکشي او د غربیانو په رشوتونو د دوی تطمیع او دلاسا د رسوایي له ویرې او زرها نورې ناخوالې چې مثال یې په درست جهان کې نه و غرب يې پوزې ته ورسوه.

شپږم: له ټولو نه مهم سبب دا چې غرب ښکار ته د شغالانو او ګیدړو له دوه درې خیلونو سره راوتلی و چې د غربي ښکاري لیوانو مخ به لیږ بلې خواته شه دوی به ښکار یا مردار کړي وو، یا به یې پاک خوړلي وو.
اخر کې ښکاري لېوانو پرته له تاوان نه  بل څه له ځان سره نه شو وړلی.
د غرب له ټولو دردونکې خاطره داده چې دوی حلف او ایتلاف له داسې داخلي ډلو سره تړلی و چې د هغو اوله او اخره موخه پيسې او شخصي برلاسي وه.
په اجتماعي تقسیماتو کې یوه طبقه ده چې هغو ته بې طبقی عناصر ویل کیږي. په هغو کې غله، کیسه بران، لارې شکوونکي، قاتلان، مجرمین، بدکاره او نشه کوونکي شامل دي.
دا پرګنه پر هېڅ دیني، اخلاقي او ملي ارزښت باور نه لري، هیڅ تعهد ته وفاداره نه دي.
کله چې کوم عهد او تړون وکړي هماغه وخت چې تړون تړي او لاسلیک کوي یې د ماتولو چل یې سنجوي.

هو دا ډلګۍ ډیر نور صفات هم لري چې وطنوال یې له تفسیر نه ښه خبر دي. نو له دوی سره تړون او د دوی اجیرول د ناټو امریکا له خوا چې د غدارۍ اوازه یې لر اوبر خوره وه د غرب له ټولو ستره غلطي وه.
غرب پر خپل مهارت فخر کاوه او انګیرله یې چې دوی به په رشوت او زور اداره کړي خو همدې ډلې د هغه د رسوایۍ کچکول جهاني کړ.

اووم: په هره اندازه چې د طالبانو د مقاومت او سرښندنې طاقت زیاتېده، په هماغه اندازه د دغو اجیرانو شقاق، چور او نافرماني او ذات البیني اخ او ډب ډیریده.
اصلی خبره داده چې له کمې مودې وروسته غربیانو له دغو ډلو سره چل ول شروع کړ نو بیا دوی هم په یوه او بلې بهانې چل ول له دوی سره شروع کړ.
غرب به هر ځلې دوی ویرول چې هغه دی به بو طالب به راشي او تاسې به وخوري، دوی به هم دا تهدید کاوه چې دوی هم مخالفت ته ملا تړی.
همدا روان وو تر څو غرب د دوی له نازونو ستړی شو.

اتم: بیا غرب په حکومتي ټیم کې خپل روزل شوي تکنوکرات افراد ځای په ځای کړل.
نورو اجیرانو دا د ځان پر ضد یوه دسیسه وګڼله او فضا لا ترینګلې شوه. له بلې خوا دا په غرب کې روزل شوي تکنوکرات له افغانستان نه داسې بې خبره وو چې بې له دې چې جیبونه له رشوت نه ډک کړي بل کوم ارزښتناکه کار ونه شو کولای.

کورني اجیرانو په ټول قوت د دوی په خلاف سبوتاژ او خراب کارۍ ته لمن ووهله او په دې مسابقه کې هم غرب او هم دوی ته بیسارې رسوایي ور په برخه شوه،  دا حال لا تر اوسه دوام لري.

که افغانستان پس له دومره رسوایي او لګښتونو او ناخوالو هر څومره قیمتي او ارزښتناکه طعمه او ګوهر وي په دومره تاوان او جنجال نه ارزي.

غربی نړۍ په توبو توبو له دې وطن نه د الله په رضا لاس په سر کيږي. د کابل د غرب په لاس د جوړو شویو څلورو ادارو د امریکې او ناټو لپاره ډیر بد تاریخي نوم د دیمکراسۍ د جوړولو په درې سوه کلن تاریخ کې پریښود.
افغان ولس اوس دا فرصت لاس ته راوړي چې پخپله خپل برخلیک د الله په ارادې او د سرښیندونکو اتلانو په مټ وټاکي.

افغانان به تل د الله په مدد او د خپل دین او هویت  په برکت هماغه تېره د سرو زرو چاړه پاتې شي که څوک یې د لرلو قصد وکړي.

ان شا الله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x