افغانستان

هرات کې د دولتي عسکرو توپچي برید ۱۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو د توپچي ډزو له امله ۱۲ ملکیانو ته د مرګ ژوبله اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون سهار ددې ولسوالۍ اړوند اسلام کلا سرحدي سیمې په «قدوس آباد» سیمه کې د خلکو په کورونو او دوکانونو د توپونو او هاوانونو ګولۍ ویشتلي دي.

ددغو بریدونو په ترڅ کې دهاوان یوه ګولۍ د استوګنې پر یو کور لګېدلې، چې له امله یې یوه میرمن «شهیده» شوې، د څلور ماشومانو او څلور میرمنو په ګډون ۱۱ تنه نور ملکیان ټپيان شوي دي.

دا په یوه ورځ کې دویم ځل دی چې دولتي عسکر د اسلام کلا بازار او د استوګنې کورونه په توپونو ولي او خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوی.

تیره ورځ له د اسلام کلا پر بازار د دولتي عسکرو په توپچي بریدونو کې ۸ تنه دوکانداران ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په ملکي خلکو ډزې کوي او ملکیانو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې  وړاندې هم د دولتي عسکرو  په توپچي او هوايي بریدونو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x