لیکنېنظــر

ازادي او سوله د يو بل لامل او بشپړېدونکي دي

اسدالله هلالي

داسې ښکاري چې په امريکا کې عامه ذهنيت دې پايلې ته رسېدلی چې افغان-امريکه جګړه دواړو لورو ته د سترو انساني، مالي، سياسي او معنوي تاوانه پرته بله پايله نه شي لرلای، ددې جګړې په وجه دواړو ملتونو، په ميليونونو او زرګونو انساني مرګ ژوبله وزغمله.

د قطر د تاريخي هوکړه ليک د مهال وېش له مخې په افغانستان کې دوه نيمو زرو ته د امريکايي پوځونو راکمېدا  دا هېلې را ټوکولي چې د موافقې د مهالوېش تر وروستۍ نېټې چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ مياشت ده؛ امريکا او ملګري به يې خپلې لښکرې زموږ له هيواده  په بشپړ ډول وباسي.

دا چاره کولای شي بيرته د دوو ملتونو يعنې د افغانستان او امريکې د ملتونو تر منځ د تېر په څېر د باور او دوستۍ فضا رامنځته او دواړه ولسونه د خپلو اقتصادي، تخنيکي، علمي او کلتوري وړتياوو  او ولسونو په ګټه اخيستو سره د شل کلنې جګړې ټپونه او ناسور ورغوي.

شک نشته چې افغان ولس د خپلواکۍ په لاره کې د استعماري ځواکونو او د هغوی د کورنيو غلامانو د نادودو او جنايتونو په وجه په  زرګونو او لکونو ځوانان قرباني کړي او له هيواده د بهرنيو پوځيانو د بشپړ وتلو په اړه اوسنۍ هيله د ازادۍ د لارې د زړه ورو لېونو غازيانو داتلولۍ او سر ښندنو  ښکلی سوغات دی چې خپل ولس ته يې ډالۍ کوي.

موږ د خپلو شهيدو او ژونديو غازيانو ابدي پوروړي يوو، د شهيدو غازيانو  روحونو ته دعا کوو او له ژونديو اتلانو مو هېله داده چې تر بشپړي ازادۍ وروسته د امن او سولې په ټينګېدو کې د خپلواکۍ د لارې غازيان د سولې د پتنګانو رسالت هم په بشپړ ډول  ترسره کړي، سوله او امن خپل خوږمن او مسلمان ولس ته ډالۍ کړي.

له بده مرغه چې په لاس پوڅې ادارې او د شمال په بدنامې ټلوالي پورې اړوند کړۍ  چې د خپل سياسي نوم بدي او  په جنايتونو  ککړ ژوند  پای ته نږدې کېدونکي دي په  خپلو غلطو افواهاتو او تورونو سره هڅه کوي چې د هيواد د بشپړي ازادۍ او سولې په راوستو کې د افغان وسله وال ملي مقاومت وجهې ته تاوان ورسوي، خو باور لرم چې د ملي مقاومت مشرتابه به هر هغه سياسي چل ول او درغلۍ ته چې د اشغالګرو او د هغوی کورنيو  غلامانو له لوري په کار اچول کېږي په حوصله، تدبير او سوچ سره شنډې کړي.

د وطن د ازادۍ د لارې غازيانو او د سولې او امن  د لارې پتنګان دې خدای نور هم پياوړي او بريالي لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x