افغانستان

امرالله صالح د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر مرستیال او کابل ښار سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح غوښتنه کړې چې طالب بندیان د خوشې کولو پرځای باید اعدام شي.

نوموړي په پلازمینه کابل او لویو ښارونو کې د هدفي وژنو زیاتېدو ستر لامل دا ښودلی چې په خبره یې طالب زندانیان ګومان کوي چې له نیول کېدو وروسته په هر صورت له سزا پرته خوشې کیږي.

امرالله صالح دا څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي او ادعا یې کړې که نیول شوي څو تنه طالب بندیان «اعدام» شي نور طالبان به دده په خبره له دې کاره «پند» واخلي.

صالح دغه راز ویلي، په تیرو ۸۰ ورځو کې دولتي عسکرو د پام وړ لاسته راوړنې لرلي، «ترهګر» نیول شوي او په خپلو «جرمونو» یې اعتراف هم کړی؛ خو ددوی ټولو هیله داده چې یوه ورځ به له سزا پرته آزادیږي.

هغه زیاتوي: «دغه ننګونه باید حل شي او یوه له هغو اساسي نکتو څخه ده چې زه به یې د قانون د پلي کولو عالي شورا ته وړاندې کړم، چې نیول شوي طالبان باید اعدام شي.

دا لومړی ځل نه دی چې امرالله صالح او د کابل لوړ پوړي چارواکي د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي، بلکې تردې وړاندې هم د کابل حکومت ګڼو چارواکو د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو غوسه یې راپارولې وه.

باید وویل شي چې پنځه کاله مخکې هم دکابل حکومت ۶ تنه طالب بندیان اعدم کړي وو، چې طالبانو یې په غچ کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد مختلفو ولایاتو کې پر څارنوالانو او عدلیې وزارت پر مامورینو پراخ «انتقامي» بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې لسګونه څارنوالان او قاضیان ووژل شول او حکومت مجبور شو له خپلې پرېکړې بیرته په شا شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

په نړیوال سویه دویم لیونی غنی داسې مرستیالان ځان لپاره ټاکی تیر ځل یی دوستم مرستیال وو دا ځل یی ناصالح تعین کړی د تعصب انداز ته وګوره چې څومره دی له ذهرو ډک دی•لیونی غنی به هم اوریاخیل صاحب راته د پښتنو په لست کې راوړانېدې کوي چې دا لیونی هم پښتون ده در ګډ یی کړی • ده ته ورته ډیر نور هم داسې پښتون خواره شته چې ټول یی پیژنی •

رښتينيار

مرک دي وي پر امر الله صالح او د ده پر نورو جرمي شريکانو، دغه چي ناحقي مو نيولي دي او د زندانونو تورو ګوټونو ته مو اچولي دي لا مو زړونه نه دي په ساړه سوي؟، الله دي د دې ټولو مظلومانو انتقام در څخه واخلي. رذيلانو د طالبانو سره توافق ته رسېږئ چي په ټول افغانستان کي آرامي سي او ان ستاسي چټلو توکو ژوند لا وژغورل سي.

طوطی

طالبان چی بدون له محکمی عسکر نیسی او په مرمی یی وژنی، نو ناصالح څه ملامت دی؟ زما به هغه د مؤسیسی د انجنییر خبری کله هم هیری نشی چی ظالمو پر مرمی ووشته. ډارن او غلام حکومت کچیری علنی اعدام په ابتدا کی کړی وای دومره بیګناه کسان به د طالبانو په انتحار او په جوماتونو کی د هغوی په ځان وژنه کی نوه وژل شوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x