شعـــــرونه

خدایه زموږ د خلکو زړونه جوړ کړه/ خدرخېل

جانان خدرخېل

وطن دې وران وي خو ذهنونه جوړ کړه
خدایه زمـوږ د خلکو زړونه جوړ کړه

چې د ترۀ زوی د سړي زوی وګڼي
فکرونه سم کړه او نیتونه جوړ کړه

دې مقبره کې خاینان ښخ شوي
په دغه ځای کې تشنابونه جوړ کړه

نَه دې ویلي و، اوس ښَه ووایه
له ګناهونو ثوابونه جوړ کړه

اوس یی وخت ندی جماعت تیریږي
موږ بیا واپس راځو جامونه جوړ کړه

که غواړې دې کلي کې واوسېږې
ځانته سل ژبې، سل مخونه جوړ کړه

سږ دې د ورور د پټي فصل ښۀ دی
هله تکړه شه جنجالونه جوړ کړه

د “خدرخېل” درته دا سوال دی ربه
تۀ اول ما بیا مې کارونه جوړ کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x