دیني، سیرت او تاریخ

سیاست پېژندنه؛ له اسلام سره تلازم او ضرورت یې! (لومړۍ برخه)

حماد افغان شېرزاد

دا چې حکومتونه اوس د سیاست پر لاره ډېره تکیه کوي، هر طرفته د سیاست چرچې دي، نو غربیان کوښښ کوي چې د سیاست او اسلام تر مینځ تفریق او جدوالی راولي او خلکو ته داسې څرګندوي چې د سیاست او اسلام هیڅ تعلق او اړیکه نشته او یا هم لږ تر لږه که د سیاست او اسلام اړیکه ومني نو بیا داسې پروپاګند کوي چې د علماء کرامو او دیني طبقې د سیاست سره هیڅ کوم ارتباط او  اړیکه نشته، حال دا چې د سیاست شروع د اسلام مبارک دین کړې، دوی د ځینو بې دینه او علماء سوء د سیاست میدان ته ورګډ کړي چې ټول نظام یې د اروپا او غرب څخه الهام اخلي.

که تاریخ وګورو او ژور نظر پرې واچوو د اسلام د ستر پیغمبر او بیا د هغه ملګرو په څېر سیاست او نظام اداره کولو ساری نه لیدل کیږي او نه هم به یې څوک ساری پیدا کړي.

غربیانو د همدې لپاره چې اسلامي سیاست بدنام کړي ډېرې کړۍ یې په همدې ګمارلي چې خلکو ته وښایي چې د اسلام او د علماء کرامو د سیاست او نظام چلونې سره هیڅ کوم تعلق او اړیکه نشته.

په همدې اساس ومې غوښتل چې د سیاست په موضوع څه وليکم او روښانه کړم چې سیاست له موږ څخه څوک هم زیات نه پیژني او نه هم د تاریخ په اوږدو کې د سیاست په میدان کې د اسلام او مسلمانانو په څېر سابقه ولري.

د سیاست لغوي او اصطلاحي تعریف او پیژندنه:
د سیاست د لغوي او اصطلاحي معناوو په اړه علماء کرام او د نورو ادیانو خلک ډېر غږېدلي او هم یې لیکل پرې کړي خو دلته یې فقط یو لنډه لغوي او اصطلاحي معنا کوم.

سیاست د سَاسَ یسُوس مادې څخه مصدر دی په مانا د خلکو د امورو مشري کول، نیکې لارې ته د خلکو راهنمایي کول، د حکومت او نظام چلونې هنر او یا هم رعایت او تدبیر ته ویلای شي، ځکه خو “السائس” مدبر، منتظم او سیاست پوه انسان ته ویل کیږي.

اصطلاحي تعریف د امام راغب اصفهاني، امام غزالي او امام ابوالحفص عمرالنسفي رحمهم الله درې واړو د تعریف خلاصه داسې ده چې:
سیاست د الله تعالی مخلوق اصلاح کول، نېغه لار ورته ښودل، د ځمکې آبادول، الهي احکامو تنفیذ او د رعیت د کارونو څارنه او اصلاح کول په تدبیر سره.

د علامه شمس الحق افغاني تعریف لنډ خو ډېر جامع دی، هغه وایي:
سیاست هغه نظام دی چې د الهي احکامو (ټول شریعت) او بشري حقوقو ساتونکې او مدافع وي.

فقهاء کرام بیا اسلامي سیاست داسې تعریفوي:
سیاست هر هغه فعل او عمل دی چې حاکم یې د اجتماعي مصالحو لپاره ترسره کوي، خلک اصلاح کوي اګر که دا عمل د شریعت او د رسول اللهﷺ طرف نه وضع شوی نه وي.

شرعي سیاست کې مهمه دا ده چې د حاکم عمل او اقدام به له شریعت سره په ټکر کې نه وي او ټولو قواعدو او اساسي مبادیو به متکي وي او نه به د شریعت د تفصیلي دلیل سره متناقض وي.

موږ په اوسني وخت کې د نظام او واحد مرکزیت څخه محروم او بې برخې یو، نو ځکه راباندې جابر، ظالم او د شریعت سره مخالف او له نظره یې لرې حکومتونه مسلط دي، د اسلام د خپراوي او خصوصا په اوسني وخت کې چې کفر په دنیا غلبه کړې او د حقیقي اسلام نه سکروټه جوړه شوې ساتنې او دفاع لپاره نظام ته ډېره زیاته اړتیا ده، ځکه که نظام ولرو د هر اړخ او حکومت سره خبرې کولای شو،  د اسلامي نظام او سلطنت  سرحدات ساتلی شو، د خپلو دیني او ملي ارزښتونو دفاع ښه په نره او ډاډه زړه کولای شو او که یو څوک د اسلام، پیغمبر، قرآن او یا هم نورو شعائرو او ارزښتونو سپکاوی او توهین وکړي نو ښه په زغرده یې ځواب ویلی شو.

تاریخ که پورته کړو او ژوره مطالعه یې وکړو نو زموږ اسلاف د سیاست په میدان او نظام اداره کولو کې ستره سابقه لري، د رسول الله ﷺ او د هغه د ملګرو سیرت ټول سیاست سیاست دی، د غربیانو د ټول نظام جوړونه زموږ د دوهم خلیفه عمرفاروق رض د نظام څخه الهام اخلي او که لږ ورزیاته کړو نو په اندلس کې د امویانو خلافت ….. هم د غربیانو پر مخ زموږ یوه درنه څپیړه وه، هغه وخت مسلمانانو په اندلس کې دومره پرمختګ کړی وو چې د ټولې اروپا نه د مسلمانانو ځمکو ته راتلل دلته به یې د هر قسمه پوهه او تعلیم ترلاسه کولو ، عثماني خلافت او سلطنت هم زموږ د سیاست یوه لویه برخه ده.

نور بیا ان شاءالله…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x