افغانستان

بغلان کې ۱۰ دولتي عسکر مړه او بې درکه دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې تیره شپه د طالبانو سره نښته کې ۱۰ تنه دولتي عسکر مړه او بې درکه شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د بغلان ـ سمنګان پر لویه لار د پلخمري ښار اړوند ډنډي غوري سیمې په «ملایانو» کلي کې د دولتي عسکرو پر یوې پوستې ډله ییز برید کړی، چې له امله یې یې یادې پوستې سقوط کړی دی.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې ۸ تنه دولتي عسکر وژل شوي او دوه تنه نور بیخي تري تم دي.

د سرچینې په خبره د نښتې په دوران کې د دولتي عسکرو دوه عرادې ټانګونه هم ویجاړ شوي دي.

ددې ترڅنګ د پلخمري ښار په «بالادورې» سیمه کې هم طالبانو سره د نښتې پرمهال دوه تنه دولتي عسکر ټپيان شوي دي.

په ورته مهال د وژل شوو عسکرو خپلوان بیا سیمه ییز چارواکي په بې پروایۍ او غفلت تورنوي، دوی ادعا کوي چې سقوط شوې پوستې ته له مرکزه هیڅ مرستندویه ځواک نه دی ورغلی، ځکه ټوله پوسته له عسکرو سره له خارو لاندې شوې ده.

داسې ویل کیږي چې ښايي د ویجاړې پوستې تر خاورو خځلو لاندې یو شمېر نور مړي هم پاتې وي، چې په راویستلو به یې د دولتي عسکرو د تلفاتو شمېره نوره هم زیاته شي.

بغلان کې د ملي اردو قومندان فرید سیدخیلي هم دغه نښته تاییدوي او زیاتوي چې د طالبانو برید یې په شا تمبولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بغلان امنیتي چاراکو د یو خبري کانفرانس په ترڅ کې ادعا وکړه چې د بغلان ـ سمنګان لویه لاره یې د طالبانو له ولکې څخه ویستلې ده او هلته یې نوې پوستې ایجادې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x