افغانستان

امرالله صالح ته د طالبانو خبرداری: د بنديانو اعدامول به درته په درنه بيه تمام شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو د کابل حکومت د لومړي مرستيال امرالله صالح وروستيو څرګندونو ته توند غبرګون ښوولی او خبرداری يې ورکړی، که طالب بنديان اعدام شي، دا کار به حکومت ته په درنه بیه تمام شي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د کابل حکومت د لومړي مرستيال او کابل ښار سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي، چې نن سهار یې په خپلې فیسبوک پاڼې د بندي طالبانو د اعدام غوښتنه کړې وه.

امرالله صالح ويلي و، په پلازمینه کابل او لویو ښارونو کې ترورونه ځکه ډېرېږي، چې طالب بنديان فکر کوي، دوی بېرته خوشې کيږي او غوښتنه يې کړې وه، چې يو شمېر طالب بنديان بايد د عبرت لپاره اعدام شي.

خو د طالبانو وياند د نوموړي څرګندونو ته سخت غبرګون ښوولی او زياته کړې يې ده، چې بنديان ځانګړي حقوق لري، جنګي بنديان هېڅوک نه شي اعدامولی او که حکومت داسې ګام پورته کړي، نو له دوی سره هم بديلې لارې شته او دا کار به حکومت ته په درنه بيه تمام شي.

ذبیح الله مجاهد د کابل حکومت او په ځانګړې توګه امرالله صالح د سولې بهير پر وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو تورن کړی دی.

امرالله صالح د طالب بنديان د اعدامولو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې نوموړی د کابل سرپرست امنيه قومندان دی او ورسره د هدفي وژنو او ترورونو پېښې هم زياتې شوي دي.

حکومت د دغو ترورونو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان وايي، دوی يوازې امنيتي ځایونه او مسؤولين په نښه کوي او د ملکيانو خونديتوب ته جدي پاملرنه کوي.

د هدفي وژنو د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، د دوی هدف يوازې امنيتي او استخباراتي ارګانونه او د هغوی غړي دي او زياته کړې يې ده، چې حکومت د سولې خبرو د ناکامولو په موخه ملکي کسان، خبريالان او مدني فعالان په نښه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې امرالله صالح او د کابل لوړ پوړي چارواکي د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي، بلکې

تردې وړاندې هم د کابل حکومت ګڼو چارواکو د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو غوسه یې راپارولې وه.

باید وویل شي چې پنځه کاله مخکې هم دکابل حکومت ۶ تنه طالب بندیان اعدم کړي وو، چې طالبانو یې په غچ کې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد مختلفو ولایاتو کې پر څارنوالانو او عدلیې وزارت پر مامورینو پراخ «انتقامي» بریدونه ترسره کړل، چې له امله یې لسګونه څارنوالان او قاضیان ووژل شول او حکومت مجبور شو له خپلې پرېکړې بیرته په شا شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
34 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په فیسبوکونو ګورو چی څنګه طالبان نیول شوی عسکر او حتی د مؤسیسو انجینییران بدون له محکومی په مرمی وژنی. هر څوک چی د امرالله صالح پر ځای وی باید همداسی یوه پریکړه وکړی. علنی اعدام او قصاص د الله (ج) او د قرآن د احکامو اجرا کول دی. حکومت کچیری په ابتدا کی دا حکم عملی کړی وای اوس به دومره ناورا کارونه نه کیدل.

pattang

لنډغري او سیاست فرق لري ! بندیان محاکمه کیږي او ووژل یې ناروا کار او عمل دی ! کوم کسان چې په جنګ کې وژل کیږي نو هغه لدي څخه فرق لري ! طالبانو بندیان ندي وژلي ! امرالله صالح پنجشېری د مسعود پنجشیري شاګرد او دپښتنو کلک دشمن دی، دوی داسې لقبونهلکه ملي قهرمان، مار شالخوشې لاسته کړل او ډیرې پيسې پنجیانو غلا کړي ! غني تور ډولکچي جګړې ته ځان برابروي : دوه هزارګان یې ارګ ته راوستل ، دوستم جاهل ته یې مارشالي ورکړه او لور یې د مشرانو د جرګې غړې کړه ! اوس نو د… نور لوستل »

غوربندی

طوطی خانه تا و ولا نور په پښتو خبرې مه لیکه،، نه مې درباندې لوریږي.

د طوطی نوم مې هم نه دی درباندې پېرزو،،، طوطی له ژبې خبرې کاپی کوي او له مښوکې یې باسي اما ستا غږ د لکۍ له لوري راوځي،،، سړیه اوس خو په دا اپلتو پیسې هم نه درکوي نو په مفته کې ولې خپل پېټی درنوې؟؟

خدای تعالی ته مې سوال دی چې ډېر ژر د نن په پلټفارم کې د ناصالح د مردارېدو تسلیت درته ووایم.

طوطی

غوربندیه: یو لایک می درکړل. الله دی ژوندی لره. له خندا دی مړ کړم. بالکل بیغمه اوسه طوطی می اصلی نوم ندی. الله دی مونږه ټول د ظالمانو له لاسه خلاص کړی که طالبان وی او که حکومت. ټول پوهیږو چی حکومت لاسپوڅی دی خو طالب مشر ملا برادر هم پدی اقرار وکړ چی طالب مشران ټول په پاکستان کی دی و زخمیان او مریضان یی هم هلته تداوی کیږی. معلومداره خبره ده چی هغه مشران به هم د آی اس آی تر اثر لاندی خا مخا وی. الله دی مونږه لدی جنګه لری وساتی خکه چی پس د دوحی… نور لوستل »

غوربندی

طوطي صاحب

کور مو اباد،،، لږ نور هم راښه شئ !

جلال

د طالبانو اعدام د افغانستان اصیلو او مخلصو بچيو اعدام به وي. قاتل او تروريست ناصالح په خپله د اعدام ور مجرم دي.

دوکتور غروال

دقاتل صالح غورپشونه تنها تبلیغاتی جنبه لری، طالبان نه وژنی ! قاتل صالح د اوسنی ایجاد شوی دندی سره غواړی د طالبانو مصنوعی ډنډوری سره ملی ژورنالستان او نور ملی شخصیتونه له مینځه وړی او دا ئي ثابته کړی هم دی ، طالبان پدی باره خاطرجمع دی ځکه ددوی بادار یو دی !!!!

عبدالروف

تا خپل نوم خلط لیکلی. زه ئې صحیح لیکم غم مه کوه.ډانګټر خروال. ما ته کمونست ښکاری ٗ که څنګه!

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
سترګو دی جار شم. خدای پوهیږی چی دغه جاسوس او د نوکرانو نوکر، د اسلام او افغانستان کوم کوم دښمنانو نه پیسی او فرمان اخلی، ترڅو د افغان صادق او مسلمانو بچیانو ته سپکاوی وکړي. ډیر رذیل او خبیث جنس دی. د الله تعالی نه شکر باسو، چی په خپل رحم او کرم سره دغسی شیطانان پوخ رسوا کوي. سبحان الله و الحمدلله و الله اکبر و لا حول و لاقوة الا بالله

عبدالروف

زه د ستا او د مجاهدینو سترګو نه جار شم. الله تعالی دی ژر اسلامی امارت راولې ٗ چې د خبیثو اپلتو نه خلاص شو. ووائې آمین ثم آمین.

جلال

آمين آمين، بارك الله فيك و جزاكم الله خيراً. آمين

دوکتور غروال

خرالروف خانه ، تاسی ته هم د تاسو اصلی روسی نام درته نوشته کوم اوس دی ځان ځخه ساختګی ملا جوړ کړیدی لکه د خلالوف ملا په شان دی ته وائي د اسلام تخریب کول ً سبحان الله و الحمدلله و الله اکبر و لا حول و لاقوة الا بالله ، انګلیس شیطان په کالونو داسی ساختګی ملایان په افغانستان کښي تیت کړی وو دا چم اوس روس هم کاپی کړیدی !!!

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم چور لیونی ..رواله!!! تا ته خره نه وایم، ځکه چی بیا مظلوم او زیارکښ خره ته لوی سپکاوی وي!!! مونږ د اسلام تخریب کوو او ته چی ## غوندی قرآن الکریم او حدیث الشریف درباندی بد لګلی او هرکله چی آیت او حدیث واوری لکه ### وهلو شروع کوی، څه یی؟؟؟ ابولهب او ابوجهل خو مر دي مګر ته انسی شیطان چا نه پیسی او فرمان اخلی؟؟ د اسرائیل موساد نه یا د انګریز ام آی سیکس نه؟؟؟ زه فکر کوم چی دواړو نه. که کوم بل کوچنی ملک هم په کی شامل وي نو هغه… نور لوستل »

احمد شاه

ههههه
بلکل سم نوم دی دانګسر- غر-وال

نيازۍ

سلام عليکم؛
مرګ او ژوند د الله له درباره دي ،خو د هغو زندانيانو چه په جنګ کي نيول شوي اعدام يي هيڅوک هم نه شي زغملۍ
خو هغه کسان چه اوس د دولت له خوا د مقناطيسي ماينونو پر ژوناليستانو او د کابل پوهنتون د حملي په شان د تور په تړاو نيول کيژي
نو که اعدام شي او هغه هم په عام محضر کښي ښه به وي
چه معلوم شي چه څوک ډير پري زوريږی او دا ناوړه کارونه څوک او د چا لپاره کوي

جلال

تاسو څه فکر کوی، د مظلومو محصلینو دیر ظالمانه او جاهلانه قتل کی د چا لاس وو؟؟؟ څه وایی د هغو قتلونو په باب چی د امنیت ریاست او دغسی نورو شیطانی ادارو له چی صالح، محب، اتمر او دغسی نورو خناریرو او لیونیو سپیو نه بدتر جناوران په کی معلومدار او مهم کسان وو او دی؟ وحید مژده، مولوی حیات الدین دغسی نورو سلگونو بیگناه خلک چا ووژل او ولی؟؟؟

غ.حضرت

د صالح خان څرګندونی یقیناً احساساتی بڼه لری خو پدې منځ کی یوه بله عاطفی – اخلاقی ستونزه هم تر سترګو کیږی هغه دا چی: د طالب خواخوږی کسان د صالح څرګندونی د طالب په وړاندی یوه ظالمانه او بې رحمانه کړنه ګڼی نو عمومی پوښتنه دلته دا ده چی عسکر او مامور او عادی افغان خو هم د طالب پلاس په بېرحمانه او ظالمانه توګه وژل کیږی او ځورول کیږی نو دلته بیا ولی د طالب او د هغوی د طرفدارانو د رحم او زړه سوی حِس بیده دی؟ د هر نیک انسان ژوند ارزښت لری او دې ارزښت… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
دا بی عقل عسکران چی د مردار کیدو نه وروسته دوی وارثینو ته څوک پیسی هم نه ورکوی بلکه د دوی پر ښځو د بی ناموسو مامورینو له خوا د جنسی تیریو قصدونه هم ښکاره شو، نو ولی د طالبانو د عفوی فرمان نه په استفادی سره جګره خوشی کوی نه او د دوه دری سوو دالرو په خاطر چی هغه هم په وخت نه رسیږي، خپل دنیا او آخرت د څو رذیلو بی ناموسو غلو او قاتلینو د بقا لپاره چی د دوی خپل بچی دوبی او امریکا کی اوسیږي خرابوی؟؟؟

غوربندی

حضرت صاحب دا اجرتي قاتلین تاسو ته نېکان ښکاري؟ د دوی د نېکو کارونو یوه بېلګه وړاندې کولای شی؟؟ نه د طالب په لاس د عسکر وژل تر ټولو ډېر د افسوس وړ دي،، منحیث ددې نه چې طالب یې ظلما وژني بلکه منحیث ددې چې د نېک عسکر رول په خپل ځان، کورنی ، خپلوانو او بالاخره د ټول افغانستان او تېر تاریخ په وړاندې ډېر ظالمانه او نه بښوونکی دی. دا نېکان حتی د راتلونکی خپلواک حکومت سره هم ظلم کوي چې خپل کونډې او یتیمان د یوه دروند ټولنیز پیټي په توګه راتلونکې ته په میراث پرېږدي!… نور لوستل »

عبدالروف

د عسکر ٗ ظابط ٗ مامور او داسی نور ګنه او ګنس وژل بالکل روا ده . په دی وجه چې دوی دیهودو او نصارو ملکری او خدمتکاران دې. عام اولس د دوی په بمنو ٗ توپونو او ټانګنو وژل کیږې. سترګی دی ړندي دې او که ډالرو ړندي کړی ! د اسلام او مسلمانانو دښمنه.

احمدخان

دغه سړی نه چی ځان ته داکتر هم وایی پوښتنه وشي، چی ستا بادار څوک دي، چی ته غټ شیطان رولا غنی چاپلوسی او نوکری کوي. هم د رولا او غنی حکومت چاپلوسی کوی او هم د ملت د اصلی ځامنو سپکاوی کوی. د جاسوس صالح، جاسوس رولا بی بی شیطان او جاسوس غنی بادار څه فرق لری؟؟؟ ټولو ته خو اوس معلوم شو چی د ارگ اصلی صلاحیت د همدی اسلام دښمن او افغان دښمن شیطانی بی بی گل رولا غنی لاس ته ورکول شیوی چی له نيږدی نه د خپل نامرده میړه کنترول هم همدغی کافری ښځی کوی.… نور لوستل »

دوکتور غروال

سړیه احمد خانه ، ما یو وخت لیکلی وو چی که رولا غنی عیسوی وی او یائي اسلام منلۍ وی نو دا د خدای پاک او ددی میرمنی تر مینځ موضوع دی اما ددی استقبال کیږی چی د ښځو حقوقو رامینځ ته کولو او ساتلو کښي هلی ځلی کوی ! ددی انکار نشی کولای چی د نیم چه ملایانو له خوا پر افغان غیرتی میرمنی ناقص عقل ټاپه شوی دی او د ښځو څخه یوازی د شهوت اود کور مزدوری کار اخستل کیږی او د تعلیم او تحصیل لاری او همدارنګه په دفاترو او رسمیاتو کښی یوازی د فریبی شکل… نور لوستل »

جلال

ځه پیشوگکه خپل لکۍ سره وجنګیږه. خدای تعالی پوهيږي چی د کومو جاسوسی سازمانونه پیسی او فرمان اخلی. زما شک خو اوس یقین ته بدلیږي چی ته د اسرائیل جاسوس يي. هیچ چا نه منی په غیر له ځان غوندی جاسوسانو، لکه د افغانستان اوسنی وایسرای، جاسوس رولا غنی چی ته احمق هغه شیطان، مبارکی خوری فرخندی سره برابروی. دا د یهود او نصاری چی انگلیس د دوی استاذ دي اصلی سیاست دي چی مسلمانانو کی هیڅ نظم او قراری نه وی او خلک اسلام نه ډیر لیری وتښتی. همدی لپاره تاغوندی شیطانان چی مسلمانانو ته انگلیسی او هغه اصلی… نور لوستل »

دوکتور غروال

شهیده فرخنده هم د تاسی په شان انګلیسی ( پنجابی له خوا تربیه شوۍ ) ملا لمسون باندی په قتل ورسیده ، افغانستان ته تاسی او کمونستانو د اجنبیانو دوزخی اور اچولۍ دی او اوس دی په المان کښی هم د الله اکبر چیغی پورته کړی دی غواړی چی ځوانان د لاری څخه وباسی ، تاسی باید تر کنترول لاندی ونیول شۍ !!!!

احمد خان

د ملحدینو انگریز مفتی غرواله! دغسی چی ته روان يی، صرف د اسلام سپیڅلی دین او د اسلام مخلصو او صادقو بچیو د تخریب لاره دی چی د اسلام او افغانیت زاړه او مشهورو دښمنانو له طرفه همیشه طرح او ستا غوندی اجیرانو په واسطه عملی کيږي. دلته خو غلطی خبری تا شروع کیړی. چا دلته د جاهلیت او جاهلی عقایدو او اعمالو نه دفاع کړی دي؟ جاهلیت خو د تا له طرفه لیدل کیږي، چی هسی هوايی اتهامات هغو خلکو باندی لګوی چی تا نه ډیر زیات، د اسلام او افغانیت مینان دي او تا نه هم ډیر زیات… نور لوستل »

غ.حضرت

ګران غوربندی صاحب! خوښ به سم که می لیکنه په ځیر ولولې. ابلیس د خپل ماموریت ( چی خپله ئې ځانته انتخاب کړئ او خوښ کړئ دی ) په دوران کی هیڅکله نن ورځ غوندی د خوښۍ او خوشحالۍ احساس نه کوی ځکه: بنی بشر ئې په زرو فتنو اخته کړئ او لړلئ دی، سربېره پر دې چی د بُت پرستۍ او شرک او تکبر او غرور او فساد او فحشاء او رِبا او همدارنګه مارکسیزم، راسیزم، اپارتاید، نژاد پرستی، د ملتونو استعمار او استثمار او استحمار، کاپیټالیزم، افراطی نشنلیزم، صهیونیزم، توطئو او دسیسو تریخ جام ئې د ځینو انسانانو… نور لوستل »

غوربندی

ښاغلی حضرت صاحب
خدای تعالی مو حافظت وکړه،،، آمین

دا یوه نه بلکه ټولې تبصرې مو په ځیر لولم،،، هو ستاسو پورته خبرې تر ډېره بریده یو تریخ حقیقت دی،،

طالبان هم زمونږ او تاسو د رنځورې ټولنې برخه دي،، معصوم نه دي،، ستونزې به خامخا لري،،،

خدای تعالی دې زمونږ او تاسو په ژوند یو هوسا او پر ځان بسیا افغانستان راوویني.

جلال

بسم الله الرحمن الرحيم اصلى خبر خو دا دي چى اشغال ختم سي، د قدرت جزاير وركه سي او افغانستان كى يو محورى، ثابت او ملى د يوى وسپنيزى موټی سره د الله په توکل جوړی شی. خلک هڅی حق او ناحق پاکستان وایي، خو کوم هیواد دي چی په افغانستان لاسوهنی نه کوی؟؟؟ تاسی دایران مردار وزیر خارجه هغه بی حیاء خبری وانورید، چی ترڅو چی د دوی په خوښه حکومت جور نه شی دوی موافق نه دی. اعوذبالله! یعنی زمونږ اوبی ټول دوی ته مفت ورشی، دانش، محقق، خلیلی او دغسی نور مجرمین او د دوی لکیو مهمو… نور لوستل »

دوکتور غروال

د پنجابی پاکستان روزل شوی طالبان او تربیه شوی تنظیمونه به د اجنبیانو همیش غلامان وی که دوی هر څومره د قرأن مبارک آیاتونه د سوء استفادی لپاره چی قیدانی پنجابی پاکستان آي اس آي ملایانو وروښودلی دی او د ملت تباهی لپاره د طوطیانو په شان ووائي او ولیکی ملت باور نه پری کوی ، کمونستانو هم ددوی په شان کمونستی شعارونه کور کالی ډوډۍ د طوطیانو د هورا بدرګی سره اظهارول اما افغان ملت دوی د کور کالی ډوډی سره تر خاورو لاندی کړل همدا به د تخریبو طالبانو او تنظیمو سره هم صورت ومومی ، دی قیدانیانو… نور لوستل »

غوربندی

یره دکتور صاحب ستاسو د ګډو وډو او بې جهته خبرو مخاطب هېڅوک هم نه دي
لکه پېشو، بلاتشبه،، له خپلې لکۍ سره په جنګ/ساتېرۍ یاست.

جلال

والله چى دغسى مضر او مریضو خلکو ته ليونى سپى وويى نو بيچاره ليونى سپى ته غټه سپکاوی وي. د الله تعالی ډیر شکر دي، دوی دغسی رسوا او شرمنده کوی. الحمدلله

دوکتور غروال

دا مردار او بوی ناک وحشی ## په چتل وربوز په کلیمه او د سوء استفادی لپاره په آیاتونو شخوند وهی ،
داسی خائنین په جهان کښي د اسلام بدنامی سبب شول او د افغان غیرتی ملت مقاومت ئي بی خونده کړ ، اوس د ## د پنجابی پاکستان په کومک د کورونا ویروس په شان په افغانستان حتی په اروپا کښي نمو کړیدی ، داسی ښکاری چی دا ## اساسی رول د ترور په فعالیتونو کښي لری !!!!

دوکتور غروال

یره غوربندی صاحب تاسی باندی سخته بدګمانی موجوده دی تر څو چی تاسی خپل هویت پاک و صاف ښکاره نکړۍ چی ایا تاسی غوربندۍ د جلاد امین وزیر غوربندی سره څومره د خپلوی نیږدوالۍ لری ؟ که خپلوی موجوده وی او اوس به داوږدی ږیری خاوند هم وۍ نو فکر کولاۍ شۍ چی د امریکا په کومک به بیا پادشاهی ( وزیر شۍ ) ته ورسیږۍ ؟؟؟ دی باره کښی صادقانه ( بی له آیاتونو ضمیمی که دا مو وکړل نو معلومیږی چی دروغ وائي ) معلومات وړاندی کړه داسی نه چی یوازی ددروازی مخ ته د چیغو وظیفی کښي… نور لوستل »

مجاهد

عوربندی صاحب او نورو په وطن او اسلام مینو ورونو سلامونه! په دی اړه چه څوک څه او څه لیکی، مه یی ملامتوه د څلورو لسیزو اشغال یواځی زمونږ خاوره نه بلکه زموږ د ځینو بی ضمیرو ذهنیتونه یی اشغال کړی هغوی یی د ډالرو په زور بیخوده کړی، تر دی چه د ټول هیواد عزت ساتنی په ضد یی اشغلګرو ته قضای مصونیت هم ورکړو لمړی ضرر یی همدغو چارواکو ته متوجه وو چه د دوی کورونه یی ساتل. په دی اړه زیات څه نه لیکم دومره به ولیکم چه نوی نسل کی زیات شمیر شین سترګی د همدغه… نور لوستل »

Back to top button
34
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x