افغانستان

لوګر کې د ملي امنیت دوه کارمندان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د ملي امنیت د دوو کارمندانو د وژلو خبر ورکوي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ ماسپښين یوه نیمه بجه د مرکز پل علم اړوند شهیدانو چوک ته څېرمه د «مستریان» سرای کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د ملي امنیت پر دوو کارمندانو (فرهاد او میرویس) برید وکړ.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې د ملي امنیت دواړه کارمندان وژل شوي او بریدګر په ناڅرګند لوري تښتېدلي دي.

د سرچینې په خبره فرهاد او میرویس دواړه د معلم سید زامن او د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند کلنګار د «عالم خیلو» کلي اوسېدونکي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x