افغانستان

بلخ کې تر اویا زیات دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه دولتي عسکرو، اربکیانو او پولیسو خپلې دندې پرېښي او طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي، چې د بلخ ولایت خاص بلخ، چمتال، چهاربولک، چهارکنت، شورتپه اوشولګر ولسوالیو مربوطاتو کې د «کابل ادارې» ۷۳ تنه عسکر، پولیس او اربکیان « د حقائقو په درک کولو او د جلب اوجذب مسئولینو په هلو ځلو سره» له خپلو دندو لاس په سر او طالبانو ته ورغلي دي.

د مجاهد په خبره، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون مسئولینو د تازه ور تسلیم شویو کسانو هرکلی کړی.

د بلخ چارواکو که څه هم د خپلو امنیتي ځواکونو د تسلیمۍ په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو څو میاشتو کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ تونده شوې، طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي منسوبینو شمېر هم ورسره لوړ شوی.

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق له لاسلیک وروسته د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» له مخالفت څخه د لاس اخیستو په صورت کې ټولو مخالفینو ته عمومي عفوه اعلان کړه او د کابل حکومت له عسکرو او نور پرسونل یې وغوښتل، چې له حکومت رابېل او له طالبانو سره د اسلامي نظام په بیا حاکمولو کې مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x