ورزش

برسلونا د سوپر کوپا جام پایلوبه کې له اتلاتیک بیلباو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور کلب برسلونا د هسپانوي سوپر کوپا جام سیالیو په پایلوبه کې له اتلاتیک بیلباو څخه له سختې او جالبې لوبې وروسته ماتې وخوړله.

اتلاتیک بیلباو لوبډلې چې د میسي په ګډون یې د برسلونا پر وړاندې په زړه پورې کارکردګي ترسره کړه وتوانېدل له اضافي وخت وروسته په ۳-۲ بریا خپله او د سوپر کوپا اتلولي په خپل نوم کړي.

په یاده لوبه کې لومړی ګول د برسلونا له لوري فرانسوي انتواني ګریزمن په ۴۰مه دقیقه کې وواهه، خو دوه دقیقې وروسته د بیلباو له لوري اوسکار دي مارکوس په ۴۲مه دقیقه کې ځوابي ګول وواهه او په دې سره لومړۍ نیمایي په ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

په دوهمه نیمایي کې یو ورا بیا انتواني ګریزمن په ۷۰مه دقیقه کې د برسلونا په ګټه دوهم ګول وواهه او دغه لوبډله یې وړاندې کړه، خو د اتلاتیک بیلباو له لوري په ۹۰مه او وروستۍ دقیقه کې اسیر ویلالیبری ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه چې په دې سره دوهمه نیمایي په ۲-۲ مساوي پای ته ورسېده.

وروسته دواړو لوبډلو ته اضافي ۳۰ دقیقې وخت ورکړل شو چې په کې د اتلاتیک بیلباو له لوري اناکي ویلیمز په ۱۱۰مه دقیقه کې ګټونکی ګول وواهه او په دې سره یې بریا خپله کړه.

دا د اتلاتیک بیلباو لوبډلې په تاریخ کې دریم وار دی چې د هسپانیا سوپر کوپا اتلولۍ جام په خپل نوم کوي.

باید وویل شي چې له دې وړاندې اتلاتیک بیلباو لوبډلې د سوپر کوپا په نیمه پایلوبه کې سترې لوبډلې ریال مدرید ته هم په ۲-۱ ماتې ورکړې وه.

د سوپر کوپا په پایلوبه کې د برسلونا تر ټولو مهم لوبغاړي لیونل میسي ونشو کړای د لوبډلې لپاره ګول ووهي، خو نوموړي ته بل لوبغاړي سره په تشدد کولو د لوبې په ۱۲۰مه دقیقه کې سور کارت ورکړل شو چې دا د برسلونا په تاریخ کې د میسي لپاره لومړی سور کارت و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x