
میسي د برسلونا په تاریخ کې په لومړي وار له لوبې وشړل شو – ویدیو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور فوټبال ستوری لیونل میسي ته د برسلونا په تاریخ کې په لومړي وار سور کارت ورکړل شو او له لوبې بهر شو.
برسلونا لوبډلې د اتلاتیک بیلباو لوبډلې پر وړاندې د سوپر کپ پایلوبه کې له سختې او جالبې لوبې وروسته په ۲-۳ ماتې وخوړه.
د هسپانوي کلب برسلونا مشهور ارجنټایني ستوري لیونل میسي چې د برسلونا لوبډلې لپاره یې ۷۵۳مه سیالي ترسره کوله په لومړي وار سور کارت ورکړل شو او له لوبې بهر شو.
میسي په داسې حال کې د سوپر کپ پایلوبه کې د اتلاتیک بیلباو لوبغاړي اسیر ویلالیبر سره تشدد وکړ چې نوموړي د سوپر کپ جام له لاسه ورکړی و، هغه ته د لوبې په ۱۲۰مه دقیقه کې سور کارت ورکړل شو.
په ۱۲۰مه دقیقه کې سیال لوبغاړي د میسي د وړاندې تلو مخه نیوله چې میسي هغه تر پر مخ ګوزار ورکړ، که څه هم لوبڅار هغه مهال پېښه عادې وګڼله خو د ویدیو معاون لوبڅار VAR څخه څرګنده شوه چې میسي تیروتنه کړې او سور کارت یې ولید.
شونې ده لیونل میسي د یادې کړنې له کبله لږ تر لږه له څلورو داخلي لوبو کښینول شي.
په هسپانوي سوپر کپ پایلوبه کې برسلونا لوبډلې که څه هم د فرانسوي انتواني ګریزمن په مرسته دوه ګولونه ووهل خو ونه توانېد دغه جام په خپل نوم کړي.
له دې وړاندې میسي دوه واره له لوبې بهر شوی چې دواړه واره د ارجنټاین ملي لوبډلې لپاره. په لومړي ځل د ارجنټاین په استازیتوب په خپله لومړۍ لوبه کې د هنګري لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۰۵م کال کې، او دوهم وار په ۲۰۱۹م کال کې د چیلي لوبډلې پر وړاندې په کوپا امریکا جام کې.
برسلونا لوبډله د یاد جام پایلوبه کې له بریا څو ثانیې وروسته وه چې د اتلاتیک بیلباو لوبغاړي اسیر ویلالیبری په ۹۰مه دقیقه کې ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه. بیلباو لوبډلې په اضافي وخت کې دریم ګول وواهه او د یاد جام اتلولي یې خپله کړه.
Messi sees red for an off-the-ball swing. pic.twitter.com/PAW8cm95OR
— ESPN FC (@ESPNFC) January 17, 2021