ټولنیزه برخه

په فيسبوک کې نصايحو، په ښو امر او له بدو منعې ته اړتيا ده

عبدالمالک همت

هر څوک، هر د پوهي او نظر څښتن، په تېره ديني علمای کرام کثر الله امثالهم چي فيسبوک پاڼي لري، يا کومي بلي رسنۍ ته لاسرسی ولری بايد له دې لاري او يا د نورو رسنيو له لاري يو بل ته او عامو مسلمانانو ته په لنډو ټکو کي ښکلي وعظونه او نصيحتونه وکړي، هم خپله يو له بله د ورورۍ او يووالي مزي ښه ټينګ کړي او هم عام ولس يووالي او يوله بله مرستو ته وبولي او هم په ښو امر وکړي او بدو چارو ته په ښه نصيحت، ښو نيوکو او په حکمت سره بدلون ورکړي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحيح حديث دی:

عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قال:  «الدِّينُ النَّصِيحَةُ». قُلْنَا: لِمَنْ؟ قال: « لله وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلأئِمَّةِ المُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ» مسلم.

ژباړه: له حضرت تميم الداري رضي الله عنه څخه روايت دی چي پیغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دين نصيحت، اخلاص او خير غوښتنه ده. د حديث راوي وايي موږ ورته وويل چي : د چا لپاره ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله په اړه، د هغه د کتاب په اړه، د هغه د پيغمبر په اړه او د مسلمانو امامانو او عالمانو په اړه او عامو مسلمانانو ته.

د الله په اړه نصيحت، اخلاص او خير غوښتنه داده چي د هغه د جمال او کمال په صفاتو کي هيڅوک شريک نه سي او د هغه ذات له ټولو عيبونو څخه پاک او مبرا وبلل سي. د الله د کتاب په اړه نصيحت، اخلاص او خير غوښتنه داده چي په بشپړو آدابو د هغه تلاوت وسي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اړه نصيحت، اخلاص او خير غوښتنه داده چي د هغه د پيغمبرۍ تصديق وسي او هغه چي څه موږ ته راوړي دي توري په توري ومنل سي او د اسلامي عالمانو په اړه نصيحت، اخلاص او خير غوښتنه داده چي په هره حقه خبره کي چي هغه يې کوي هم يې مرسته او هم يې اطاعت وسي او عامو مسلمانانو ته نصيحت او خير غوښتنه داده چي ټول دنيوي او اخروي نصيحتونه ورته وسي او په هر کار کي هغوی د خپل ځان سره برابروګڼل سي.

د علمای کرامو رحمة الله عليهم د فضايلو او امتيازونو په هکله په قرآن او نبوي سنتو کي کي ډېر آيتونه او حديثونه راغلي دي، ان چي دوی د پيغمبرانو ورثه بلل سوي دي. له دې امله دی چي زموږ پر دين مين خلک د دوی زښت زيات درناوی کوي، دا له دې امله چي دوی هر يو د دين د ډېوو حيثيت لري، هر يو خپله شاوخوا د دين په رڼا روښانه کوي او خلک له دې رڼا څخه ګټه اخلي. ځکه نو د دوی پر اوږو باندي لوی مسؤوليت ايښوول سوی دی او دنده لري چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم امت ته اسلام په ښه طريقه ورسوی، د يووالي او پيوستون لپاره يې دعوت او تبليغ په لاره واچوي او ان د دين د ساتلو او حق او هدايت ته د خلکو د بللو په لاره کي سرښندني او قربانۍ ته حاضر سي.

بله خبره د ښو د امر او د بديو او منکراتو د انکار او تغيير ده، دا د هر مسلمان او مسلماني ښځي، د دولت د اړوندو څانګو او چارواکو شرعي دنده ده، خو په اوسنيو شرايطو کي د فيسبوک او نورو رسنيو په مجازي نړۍ کي په دې اړه د علماوو دنده او مسؤوليت زښت زيات دروند او له لازمو واجباتو څخه دی، لوی څښتن فرمايي: ﴿ وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾[التوبة:71]

ژباړه: او مومن نارينه او مومناني ښځي يو له بل سره مرستندويان دي. دوى د ښو عملونو په تر سره کولو امر کوي او له بدو منع کوي، لمونځ کوي، زکات ورکوي  او د الله او د هغه د پيغمبر اطاعت کوي. دا داسي خلک دي چي الله به خپل رحمت پر ولوروي. بې شکه الله برلاسى (او) د سمي او لوړي کچي پوهي څښتن دى.

پاملرنه:
وګورئ په دغه آيت کي د مومن نارينه او مومني ښځي د امر په معروف او نهي له منکرو صفت د هغو د لمانځه او زکات ورکولو سره يوځای، بلکي تر هغو دمخه بيان سوی دی. له دې څخه جوتېږي چي دا کار د لمونځ کولو او زکات ورکولو غوندي ارزښتناک او فرض دی.

په دغه او ډېرو نورو آيتونو کي که څه هم پر ټولو مسلمانانو امر په معروف او نهي له منکرو يوشان واجب بلل سوی دی، خو پر لويانو، قدرتمنو او علماوو يې وجوب ډېر اشد او مسؤوليت يې ډېرزيات دی، ځکه په ښو امر کول او له بدو منع کول ځيني داسي شرايط لري چي هغه زياتره په عالمانو کي وي. خو که دغه فرضي کار، خصوصاً په فيسبوک او نورو فاسدو رسنيو کي نه عام خلک کوي او نه يې علما کوي، خدای مه کړه سخت به ګناهکاره يو، د قرآن کريم دې آيت ته پام وکړئ:

﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُدَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ . كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنْكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ﴾ [المائدة : 78 ، 79 ].

ژباړه: (لوى څښتن خبر ورکوي چي 🙂 د بني اسرائيلو کوم خلک چي کافران سول، پر هغو باندي د داود او د مريمي د زوى عيسى په خوله لعنت وويل سو(د لوی څښتن له لوروني [رحمت] څخه وشړل سول). دا لعنت له دې امله وو چي دوى سرغړونه کول او (په ظلم، تباهي او نافرماني کي) له حده تېرېدل.

دوى چي کومه بدي ترسره کوله، (په ښکاره به يې کول او په خوشاله به وه او) له هغې څخه يې يو بل نه منع کول.(يو بل ته يې نصيحت نه کاوه) حقيقت دادى چي د دوى دغه کړندود ډېر بد وو. (ځکه چي يوې ډلي به منکرات ترسره کول او بلي ډلي به خوله پټه نيولې وه. په دې توګه ټول مجرمان سول او د خداى له رحمت څخه د ليري کېدو وړ وګرځېدل).

بس نو موږ ټول به دغه پورته وړانديز سوي چاري سر ته رسوو، که خدای کول ښې پايلي به يې ووينو او لوی څښتن به اجر هم پر راکړي ان شاء الله !

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x