روغتیا

استرالیا کې د کرونا ویروس بشپړ کابو شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): استرالیا له نیوزیلاند وروسته دوهم هېواد شو چې د کرونا ویروس په کابو کولو کې بریالی شوی دی.

د استرالیا روغتیا وزیر ګریګ هنټ ویلي، په تېرو دریو ورځو کې د ویروس خپریدو یوازې یوه پېښه ثبت شوې په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې.

«په تېرو دریو ورځو کې موږ ۱۶۰ زره معاینات ترسره کړي چې له مخې یې یوه مثبته پېښه لیدل شوې ده».

ګریګ هنټ د دوشنبې په ورځ وویل، «که څه هم د کرونا ګواښ له منځه نه دی تللی، خو د حکومت بریالۍ ستراتیژي له کبله په استرالیا کې د کرونا وبا زور مات کړی دی».

د وبا له پېله تر دې دمه په استرالیا کې د کرونا ویروس له ۲۲ زرو زیاتې پېښې ثبت شوي او ۹۰۹ کسان مړه شوي دي.

یوه لوري ته په استرالیا کې په تېرو درې ورځو کې د کرونا ویروس یوه پېښه ثبت شوې، بل لوري ته په ټوله نړۍ کې په یاده موده کې ۲.۲ ملیونه نوې پېښې او ۴۷ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه هېود توانېدلی په سختو اصولو، بندیزونو او په لوړه کچه د معایناتو ترسره کولو سره د نورو هېوادونو په پرتله کرونا ویروس ښه اداره کړی دی.

استرالیا او نیوزیلاند یوازیني هېوادونه دي چیرته چې په تېره نږدې کې په ورځني توګه د کرونا ویروس مثبتې پېښې نه دي ثبت شوي، په داسې حال کې چې په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې لا هم هره ورځ له ۵۰ زرو زیات کسان پر یادې ناروغۍ اخته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x