افغانستان

هلمند: په وسله وال برید کې د واشیر ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د هلمند ولایت واشیر ولسوال حاجي محمدظاهر حقیار نورزی په یو وسله وال برید کې خپل ژوند بایللی دی.

دا پېښه نن ماښام د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اولې ناحیې اړوند «توبه ګار حمام» ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، چې ناپېژاندو وسله والو د واشیر د ولسوال د سپرلۍ پر موټر ډزې وکړې.

د هلمند والي د ویاند عمر ځواک وايي، د ډزو په دغه پېښه کې د واشیر ولسوال محمدظاهر حقیار نورزی له خپلو درې ساتونکو سره لومړی ټپي شو؛ خو ولسوال وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړی زیاتوي، کشفي او استخباراتي ارګانونه هڅه کوي د پېښې څرنګوالی روښانه او په اړه یې جدي اقدامات ترسره کړي.

باید وویل شي په دا وروستیو کې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې د مقناطیسي ماین چاودنې او هدفي بریدونه زیات شوي، چې چارواکي یې په مخنیوي پاتې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x