روغتیا

د کرونا واکسینو منفي اغیز، اسرائیل کې ۱۳ کسان فلج شوي او سلګونه نور په جدي حالت کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل): په اسرائیل کې د نړیوالې وبا «کرونا ویروس» د مخنیوي لپاره د واکسینو له استعمال وروسته ۱۳ کسان فلج شوي او سلګونه نور په جدي حالت کې روغتون ته انتقال شوي دي.

د کرونا واکسین له استعمال وروسته په نړۍ کې ددې جانبي عوارض لیدل شوي چې په هندوستان کې یو کس مړ شوی او له پنځوسو زیات په جدي حالت کې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکایي شرکت فایزر له لوري د چمتو شوي واکسین له کارولو وروسته په اسرائیل کې ۱۳ کسان په فالج ناروغۍ اخته شوي دي.

راپور زیاتوي، اسرائیلي ډاکټران ویره لري چې د واکسینو منفي اغیز له کبله شونې ده یو شمېر نور کسان په سختو ناروغیو اخته شي، له همدې کبله اوسېدونکو ته په دوهم خوراک «ډوز» ورکولو کې له احتیاطه کار اخیستل کیږي.

د اسرائیل روغتیا وزارت وایي، د ناروغانو کچه ممکن د ورکړل شویو معلوماتو په پرتله زیاته وي.

په دې وروستیو کې په ناروې هېواد کې ۲۳ د ډیر عمر کسان وروسته له هغه مړه شوي چې فایزر واکسین یې اخیستې دي، په واکسین شویو کسانو کې نرسان او د ډیر عمر کسان شامل وو.

ددې سربېره په برتانیا کې هم د کرونا واکسین له کارولو وروسته په ځینو کسانو کې د حساسیت ستونزې څرګندې شوې دي، په همدې تړاو د برتانیا روغتیا ادارې هغه کسانو ته چې د حساسیت ناروغي لري د واکسینو نه لګولو لارښونه کړې ده.

اسرائیل د دیسمبر په ۲۰مه د کرونا واکسین کارول پېل کړي، او تر دې دمه هغه کسان چې واکسین شوي د ۷۲ سلنو عمرونه له ۶۰ کلنۍ پورته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x