افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل مذاکراتي ټیم: تر هر څه وړاندې باید د جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل):په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو په جریان کې د کابل مذاکراتي ټيم غړو ټینګار کړی، چې د خبرو تر وړاندې تګ مخکې باید د روانې جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشوې او د دیني احکاماتو پر بنسټ وارزول شی.

د کابل مذاکراتي ټيم غړی «حفیظ منصور» وايي «د جمهوریت مذاکراتي ټيم غړو پرېکړه کړې، چې د خبرو له پرمختګ وړاندې باید د جګړې د مشروعیت په اړه خبرې وشي او جګړه او سوله د دین په بنسټ و ارزول شي.»

د منصور له قوله، تر څو چې پورته یادې شوې خبرې څرګندې شوې نه وي؛ د سولې خبرې پایله نه ورکوي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د کابل مذاکراتي ټيم د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم وايي،د خبرو اجنډا او په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه یې طالبانو ته سپارلي دي او اوس د طالبانو په تمه دي.

ددوی په خبره، طالبان خپلمنځي بحثونه لري او ښايي د هغوی له لوري د اجنډا د موضوعاتو سپارل به وخت وغواړي.

یاده دې وي که څه هم تر دې دمه هغه موضوعات څرګند نه دي، چې په دویم پړاو مذاکراتو کې به ورباندې بحث کېږي؛ خو د کابل مذاکراتي ټيم تر دې وړاندې ټینګار درلود چې تر هر څه وړاندې باید د اوربند په اړه خبرې وشي.

طالبان که څه هم د اوربند په اړه مذاکرات نه ردوي؛ خو ټینګار لري، چې لومړی باید اسان او داسې موضوعات بحث شي، چې مشترکات پکې ډېر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

پر۹۹٪مسلمانانودکمونست لادینه حکومت دجګړی اوجهادمشروعیت دۍ کمونسټ جکومت چه ډیرملکی خلک یی دخپل اقتداردپاره په پردواوخپله شهیدان کړی دی بایداقتدارمسلمانانوته تسلیم کی .په احترام عبدالواحداڅګزۍ

طوطی

سوله او اوربند هغه څه ده چی ځینی طالبان او همداسی په حکومت کی یی ځینی کړی نغواړی چی اوربند یا سوله وشی. دوی خپل معشیت په جنګ کی لټوی او دی نه ویره لری کچیری سوله راشی او یو عادل حکومت بیا خو هغه له مونږ سره حساب او کتاب کوی. طالبانو هم بی غرضه کسان په خپلو انتحاریو کی وژلی او حکومت هم په خپلو بمباردو کی بی غرضه کسان شهیدان کړی. باید دواړو طرفه محکمی ته کش کړای شی او محاکمه شی. نو پداسی وخت کی اوربند او سوله څنګه کیدای شی؟ هیڅ امکان نلری طالبانو ته… نور لوستل »

pattang

طوطي خوش لګیایې وخت دې مه ضایع کوه ، خبرې د هیڅ منطقي او تاریخي سبات نلري!
یوځواب راته راکړه! که طالبان اور بند وکړي نو ولې به له منځه لاړ شي!! او طالب به په کومو شرائطو
اور بند اعلانوي !!

طوطی

پټان ته: دلته هر څوک خپل نظر لیکی زما ټولی خبری د طالبان پر ضد نه بلکه د هغوی د اصلاح لپاره دی. طالبانو ته اوس څه پاتی دی بیغیره له جنګ څخه؟ دا جنګ څه شرعی جواز لری چی دوی یی کوی. کچیری طالبانو اوربند وکړ خامخا به نور طالب او تحریک یی ختمیږی. طالبان به هیڅ کله هم اوربند ونکړی شاهد وسه مګر چی درست ټکول شوی نوی، ځالی یی له پنجابه وستل شوی نوی. نه طالب او نه هم حکومت د خلکو پروا نلری. طالبان د یوه کس لپاره په لسګونو نور د انتحار په وسیله وژنی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x