افغانستان

جنرال دوستم یوځل بیا د ګلم جم ملیشو په مرسته فاریاب کې د خلکو کورونه لوټلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د ګلم جم ملیشو قومندان او پخواني ټوپکسالار جنرال عبدالرشید دوستم یوځل بیا د فاریاب ولایت په قرمقول ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پلمه د خلکو کورونه لوټلي دي.

د سیمې خلک وايي، د جنرال دوستم په مشرۍ ګلم جم ملیشو چې دولتي عسکرو یې ملتیا کوله د «تصفیوي» علمیاتو په پلمه د خلکو کورونه تلاشي کړي، د کورونو دروازو د ماتولو ترڅنګ یې نقدې روپۍ او قیمتي توکي ورڅخه غلا کړي دي.

په ورته مهال جنرال دوستم ته نږدې سرچینو هم تایید کړې چې جنرال دوستم وړمه شپه د خپل زوی یارمحمد دوستم او خپلو سلګونو ملیشو سره یوځای په قرمقول ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیاتو لپاره تللی ؤ.

جنرال دوستم په دغو عملیاتو کې د ۱۳ طالبانو د وژلو او ۱۲ نورو د نیولو ادعا کړې، کومه ادعا چې ځايي خلک او طالبان ردوي.

په دغه مهال جنرال دوستم خپلو ملیشو ته په وینا کې داسې ویلي: «لکه د لیوانو په شان د خلکو کورونو ته ننوزئ، کورونه یې تلاشي کړئ، دیوالونه یې سوري کړئ؛ خو د خپل ځان خیال ساتئ، د طالبانو قومندانان به حتما دلته موجود وي، هغوی ټول وولئ او یوه مرمۍ مو خطا فیر نه کړئ»

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دغې نښته کې د ۳ دولتي عسکرو د وژلو او ۲ نورو د ټپي کېدو ترڅنګ د خپل یو ملګري د وژلو پخلی هم کړی دی.

نوموړي دغه راز جنرال دوستم په سیمه کې د ملکي خلکو د کورونو په چور او تالان هم تورن کړی دی.

جنرال دوستم چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د نوي سیاسي توافق له مخې د مارشال لقب ورکړل شوی، په اوسني حکومت کې هیڅ رسمي دنده نه لري؛ خو بیا هم سلګونه مسلح ساتونکي او ملیشې له ځان سره لري او داسې ویل کیږي چې تازه د هندوستان هېواد په مرسته غواړي شمال کې د ګلم جم ملیشو پخواني تشکیلات را ژوندي کړي.

جنرال دوستم تردې دمخه ۳ ځله د طالبانو په وړاندې په شمال کې سخت جنګېدلی؛ خو تردې دمه یې کومه څرګنده بریا نه ده ترلاسه کړې.

ګلم جم هغه بدنامې ملیشې دي چې د پخواني شوروي یرغل وروستیو کلونو کې د شوروي استخباراتو( کې جي بي) لخوا افغانستان کې د کمونیست رژیم د بقاء لپاره تمویل او تربیه شوې، د هېواد په سویل او سویل لویدیځو ولایاتو کې د ملکي خلکو پر وړاندې د بشري جنایاتو تور تاریخ لري.

د شوروي اتحاد له ماتې او کمونیستي رژیم له نسکورېدو وروسته د ګلم جم ملیشې زیاتره د کابل هوايي ډګر شاوخوا متمرکزې وې، چې د تنظیمي جګړو پرمهال د جنرال دوستم په مشرۍ لومړی د جمعیت اسلامي ګوند له مشر برهان الدین رباني او نظار شورا له مشر احمدشاه مسعود سره یوځای د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په مقابل کې سختې جګړې وکړې.

په ۱۹۹۲ کال کې د کابل هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې د ګلم جم ملیشو له شکست وروسته جنرال دوستم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د شورای نجات ملي اسلامي مشر صبغت الله مجددي سره یوځای د شورای عالي همانګي په نوم ټلواله جوړه کړې، تردې چې طالبان راغلل او د کابل په شمول یې د هېواد ۹۰ سلنه خاوره له ګلم ملیشو او ټوپکسالارانو څخه ونیوله، نو جنرال دوستم لومړی ازبکستان او بیا ترکیې ته وتښتېده.

په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امریکايي یرغل سره همهاله جنرال دوستم له ترکیې څخه ازبکستان او له هغه ځایه د ځانګړې الوتکې په مرسته د بلخ ولایت غرنیو سیمو کې ته راوړل شو او هلته یې د امریکایي عسکرو سره یوځای د طالبانو پرضد جګړه پیل کړه.

د طالبانو د نظام له سقوط نه وروسته د حامد کرزي او ورپسې د اشرف غني په حکومتونو کې جنرال دوستم په لوړو پوځي رتبو ونازول شول او په مهمو پوځي دندو کې پاتې شو، ترڅو یې له اشرف غني سره اختلافات راغلل او دا مهال له رسمي دندو څخه پرته په جوزجان کې د خپلو ګلم ملیشو سره یوځای ژوند کوي.

د چارو شنونکي په دې باور دي، که اشرف غني احمدزی جنرال دوستم ته په شمال کې د ملیشه سازۍ زمینه برابروي او سترګې ورباندې پټوي، دا به کټ مټ هماغه تیروتنه وي چې د پخواني کمونیست مشر ډاکټر نجیب الله احمدزي لخوا د جنرال دوستم په مورد کې ترسره شوه او تر ټولو ستر زیان یې په خپله هغه ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx