دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام کې د علم او پوهې ارزښت

محمد انعام الحق

اسلامي تمدن د علم او پوهې ارزښت ته څومره ژمن پاتې شوی؟ ددې موضوع په اړه بايد کتاب ليکل شوی وای خو بياهم شونې ده چې دا څو ټکي به په مونږ کې د مبارزې هوډ او بريا ته د رسېدو حس پياوړی کړي، ځکه يې لوستل د هر چا لپاره لازم بولم او له قلموالو څخه غوښتنه کوم تر څو دې لړۍ ته دوام ورکړي!

زدکړه او پوهه نړۍ ته بدلون ورکوي او انسانان ورسره پرمختګ کوي.

همدومره اهميت ته په کتو يې چې  د اسلام سپېڅلي دين  په کومه اندازه د علم او پوهې تاکيد کړی، د پوهانو او علماوو مقام يې معرفي کړی او په کومه کچه يې چې خپل اتباع په زدکړه مکلف کړي هېڅ دين او مذهب يې نه دومره اهميت بيان کړی او نه يې دومره تاکېد ورباندې کړی ځکه د لمر په څېر روښانه ده چې په لومړی نازل شوي آيت کې الله تعالی خپل پيغمبر ته د لوستلو وړانديز کړی (إقرأ) :
ولوله او د مسلمانانو په مقدس کتاب قرآن کريم  کې يو داسې سورة شتون لري چې د هغې په پيل کې الله تعالی د قلم په لويي او عظمت باندې قسم کړی ( ن والقلم) په داسې حال کې چې دا قرآن کريم او همدا شريعت په داسې مهال او داسې چاپيريال کې نازل شوی چې هلته علم او پوهې هېڅ کوم ارزښت نه درلود آن مفهوم يې نه درلود ؟!
که ووايو چې زمونږ پيغمبر ته د امي لقب ورکړل شوی يعنې داسې چاپېريال چې هلته مدرسې او مکتب هېڅ شتون نه درلود لېکل او لوستل هېڅ هم نه ول.

د اسلام د مهم اساس چې وحې ده؛ پيل يې په اقراء ترسره شو، په ښکاره توګه قرآن کريم کې بی شمېره آياتونه د علماوو او علم په فضيلت باندې مشتمل دي، تر دې چې ويل شوي:
يوازې هغه څوک چې د الله تعالی لويي او عظمت درک کولی شي؛ علماء دي.

ښه به داوي چې ووايو چې دا د اسلام ځانګړی امتياز ده چې مسلمانان په کوم څه علم ونه لري نو پرې مکلف هم ندي، زمونږ په عزتمند اسلام کې يو عبادت هم له علم پرته ناشونی ده.

دې حقايقو ته په کتو پوښتنه راولاړيږي او هغه داسې چې په غرب کې علم او پوهه له دين او مذهب څخه قطعا جدا ده؟

نو ددې پوښتنې ځواب هم په يو لړ حقايقو بنا ده.

لومړی دا چې اوسنی عیسویت له علم او پوهې څخه په دومر لرې سرحد کې پروت دی چې د کليساګانو او پاپانو تر منځ د نظرونو او آندونو ستر ستر اختلافات موجود دي، تردې چې يوه کليسا په بله او يو پاپ په بل ايمان نه لري، د دوی دغه اختلاف په سطحي توګه نه بلکه په اساسي جوهر کې سره مختلف دي ښه لا دا چې آن د الله تعالی په پيژندنه کې سره مختلف دي.

تر دې چې يو ستر پاپ يې په خدای پېژندنه کې يو لنډ او محدود حد لري چې نشي کولی تر هغې مخکې لاړ شي.

د عيسی علی نبينا وعليه السلام په اړه تر او سه د دوی ترمنځ کومه علمي نظريه نده موجوده، هغه څه چې دوی يې زمزمه کوي د وهمونو يوه ټولګه ده او بس.

سبحان الله! قرآن کريم يې ډلې ټپلې تقسېموي او په اړه يې وايي:

چا ويل: هغه د خدای زوی دی

چا ويل: هغه خدای دی

چا ويل: هغه دريم الهی بعد ده والعياذ بالله!?

هر کله چې خبره تر دې ځايه اوږده شي نو دوی په مجموعي توګه متوقف کيږي همدغه راز د دوی پاپان ډېرې خبرې د طوطيانو په څېر وايې که دحقيقت پوښتنه ورڅخه وشي بيا وايې نور نه پوهېږم.

همدغه ځای ده چې د علم او مذهب تر منځ تصادم يې په غرب او اروپا کې رامنځ ته کړ.

اوس باید له دواړو لارو يوه غوره شي.

ځکه د مسيحيت او علم اجتماع نا ممکنه شوه کليسا د غربيانو په قيادت کې پاتې راغله!

او د ډېرو رهبرانو په ارتداد او قتل يې فتوی ورکړه ځکه چې چېرته هم عقل کار نه کاوه نو دوی هلته له خبرو کولو منع وو.

له نېکه مرغه سپېڅلی اسلام او مقدس قران کريم چې په خپله رڼا کې انسان تفکر او تعقل ته اړ باسي.

له کايناتو څخه بحث، د افلاکو له حرکت څخه بحث، له آسمان، ځمکې، لمر، سپوږمۍ، ستورو، هوا، اوبو او بارانونو څخه بحث، آن له ژوند او مرګ څخه بحث …

هر علمي انکشاف د قران کريم د علمي اعجاز نوې نوې قضيې وړاندې کوي او د قرآنکريم د يوې علمي اشارې يوې کوچنۍ زاويې ته علماء، محققين او پوهان تر قرنونو وروسته د ستونزو او تکليفونو په زغملو رسيږي.

په داسې حال کې چې قرآنکريم يې په يوه جمله او نقطه کې پوره کوي.

هوکې دا يواځې او يواځې د سپيڅلي اسلام امتياز دی او د سر په سترګو وينو چې د قرآن کريم عظمت ته علم څومره عاجز او څومره پاتې راغلی.

مونږ د نورو په څېر د يوه ناپېژندل شوي څيز عبادت نکوو مګر زمونږ معبود قرآنکريم د عقلي او نقلي دلايلو په مټ راپيژني او بيا يې مونږ په عبادت مکلفوي.

دا يوازې د اسلامي امت د علماوو ابتکار ده چې د علم کلام او فقهې په څير علوم يې وضع کړي.

لومړی علم يعنې خدای پيژندنه او دوهم بيا ددې لپاره چې په هغه جل جلاله ايمان لرو او دا زمونږ په عبادت او له هغه جل جلاله سره په اړېکه درلودو باندې ښکاره دليل ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x