نړۍ

تهران: ډیرژرده چی محکمه به ددوو نیول شویو امریکایانو په اړه حکم صادرکړي

imprisoned_american_in_iran(نن ټګی اسیا اګست ۲۰۱۱/۰۲) دایران حکومت رسمي خبري رسنیو خبرنشر کړی چي نژدی راتلونکي کی محکمه دهغو ددوتنو امریکایانو چي ایراني ځواکونو له عراق سره پرپوله دایران په خاوره کي دجاسوسي په تورباندي باني نیولي وو، فیصله وکړي.

ددواړو نیول شویو کسانو محکمه تیره ورځ دیوي ایراني محکمي له لوري په تهران کی پای ته ورسیده او ډیرژرده چي دمحکمي له لوري به پردواړو کسانو دحکمونو دصادرولو اعلان وشي.

 

خودواړه نیول شوی کسان وایی چي دوي بی ګناه دي اودعراق اوایران پرپوله باندی یی لاره خطاکړی وه په غلطي سره دایران خاوري ته را اوښتي وو، خوایراني چاروکو پرنیول شویو کسانو باندي دجاسوسي تورلګولي دي اوله تیرو دووکلنو څخه په ایران کي زندانیان دي.

له دغو دوو کسانو سره یوځای یوه بله میرمنه هم نیول شوی وه، خو تیرکال په ضمانت باندي خلاصه شوه او خپل هیواد ته ولاړه، چي وروسته بیا څوځله دایراني عدالت له لوري ومحکمي راغوښتي ده، خونوموړي حاضره نه شوه، دغه دري سره امریکایان په کال ۲۰۰۹ کی دایران او عراق پرپوله باندي دایران په خاوره کي دننه دایراني ځواکونو له لوری  نیول شوی ول.

چي بیا دنومبر په میاشت کي ایراني محکمي دری سره امریکایان په جاسوسۍ باندي تورن کړل.

له بله لوري دامریکي دبهرنیو چارو وزارت وایی دري سره امریکایانو، دایران اوعراق پرپوله باندي  لاره خطا کړی وه اوپه غلطي سره دایران پولي ته اوښتي وو، اودایران له لوري پرنوموړیو باندي دجاسوسی تورونه لګول هیڅ اساس نه لري، ایران باید دوی ژرترژره خوشي کړي.

بخت الرحمن بخت …………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x