افغانستان

د کندوز په مرکز او دشت ارچي ولسوالۍ کې ۴۵ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کندوز ولایت مرکز او دشت ارچي ولسوالۍ طالبانو سره د نښتو پرمهال ۴۵ تنه دولتي عسکر وژل شوي او ټپیان دي.

دا نښتې تیره شپه د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ مرکز او د کندوز ښار درېیمې امنیتي حوزې په سیمو کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ پېښې شوې، چې په ترڅ کې د ۲۷ دولتي عسکرو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د کندوز د ولایتي شورا مشر محمدیوسف ایوبي نن د سه شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، طالبانو تیره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په دوو امنیتي پوستو برید کې ۱۳ تنه د ملي اردو، څلور تنه د ملي امنیت ځانګړې قطعې عسکرو او څلورو اربکیانو په شمول ۲۱ تنه دولتي عسکر وژلي دي.

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ د کندوز ښار درېیمې امنیتي حوزې باغ شرکت سیمه کې د طالبانو د برید پرمهال ۶ تنه نور دولتي عسکر وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د برید مسئولیت طالبانو منلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ او شرکت باغ سیمو کې یې په د جلا بریدونو پرمهال ۲۷ دولتي عسکر وژلي او ۱۸ نور ټپیان دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې یادې پوستې یې ځکه تر بریدونو لاندې نیولي، چې له دغو ځایونو به د ملکي خلکو په کورونو ډیسي توپونه او هاوانونه توغول کېدل.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې په ټولو هغو دولتي پوستو او مرکزونو د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ، له کومو څخه د خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو ډیسي توپونه او هاوانونه ویشتل کیږي.

طالبانو له دغه خبرداري وروسته د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د دولتي عسکرو هغه پوستې او مرکزونه له نیولو وروسته ونړول چې په ملکي خلکو یې توپچي بریدونه ترسره کول.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو د ملکي خلکو په کورونو او عامه تأسیساتو «ړندې» بمبارۍ او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

تیره اونۍ (شنبه، ۲۰ مرغوی، ۱۳۹۹ل) د شنبې په شپه د نیمروز ولایت خاشرود ولسوالۍ په منظرې کلي کې د دولتي عسکرو په هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x