شعـــــرونه

د اعدام نارې دې مه وهه په زوره/تپاند زهاد

تپاند زهاد

د اعدام نارې دې مه وهه په زوره
موږ دې پېژنو غلامه ای مختوره

دا بندیان سپین امارت لري و شاته
انتقام یې ضرور اخلي ورته ګوره

ستا بادار هم د اعدام نعرې وهلې
اوس په تېښته دي لویدلي دي له شوره

د مرګونو اخطارو دې نه  بیریږم
مجاهد یم وژنم تا به زه ضروره

ګوډاګیه ستا یو څو ورځې لا پاتې
د غرور جام به دې ژر کړم را نسکوره

د نمرود اورونه مه پوکه کربوړيه
زه مؤمِن یم نه ډاریږمه له اوره

زما تپاندزُهاد اخطار واوره غلامه
ابابیل به در نازل شي له هر لوره

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x