شعـــــرونه

ما د خپل جانان د کوڅې لوری پېژندلی دی/ جهاني

عبدالباري جهاني

مخ که مي کعبې، که بتخاتې ته اړولی دی
ما د خپل جانان د کوڅې لوری پېژندلی دی

شیخه چي په شک مي درته وکتل معذور یمه
ما دي د کوثر په نوم د زهرو جام چښلی دی

کله د طاووس په رنګینیو پټېدلای سې
مار دي په لستوڼي کي آدم ته ور وستلی دی

ستا شور به مي څنګه د صنم له کوڅې وباسي
ما یې له منبره د بلال ږغ اورېدلی دی

اوس به دي وعظونه د ګرېوان تر تڼۍ تېر نه سي
دلته لېونیو نن د عقل ښار نیولی دی

پرېږده چي تڼاکي مي اوبه کم په اغزیو کي
سیوری د قسمت مي په دې لاره کي لیدلی دی

پټ راته مغان په لنډه لار کي راته وویل
پل چي یې د ده پر پلونو ایښی دی ښاغلی دی

نن دي جهاني لکه پانوس لمبه، لمبه وینم
بیا دي څه الهام د زړه په ښار کي اورېدلی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x