شعـــــرونه

لوله د جمال خالق لیکلي کتابونه/ کاروان

پيرمحمد کاروان

لوله د جمال خالق لیکلي کتابونه
دا ولاړې ونې غوړېدلې کتابونه

ستا د نرګسي سترګو دي درستې منتظرې
پاڼې د ګلونو ښکلي ښکلي کتابونه

دا ډیوې د زړه په تاخ کې بلې بلې ساته
لمر ستوري سپوږمۍ دي ځلېدلي کتابونه

سترګې د چا سترګو ته ور واړوه په مینه
لوستي به دې نه وي موسېدلي کتابونه

سپینې مرغلرې ترې په لپه کې را واخله
شنه سمندرونه بهېدلي کتابونه

و ګوره راز راز د کایناتو په فطرت کې
ډېرو په لټون په کې موندلي کتابونه

تور لوګی یې سترګو ته له اوښکو سره راغی
چېرته خو به نه وي سوځېدلي کتابونه

لارې یې له ځمکې نه آسمان ته دي ور تېرې
دا خلک په مینه مینه لولي کتابونه

دی ولې بدرنګ شي حق حیران یمه انسان ته
خدای چې دي پیرزو پر ده سپېڅلي کتابونه

ته یې په نغمو کاروانه واړوه شاعر شه
رنګ په رنګ مارغان دي غږېدلي کتابونه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x