
دوستم ته د طالبانو ځواب: د «وحشي» لیوانو او کمونیستانو ختمول زمونږ د ولس اړتیا ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): طالبانو د ګلم جم ملیشو قومندان او د کابل حکومت پخواني لومړي مرستیال جنرال دوستم وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی او هغه یې یو «وحشي» او «ناځوانه» دښمن یاد کړی دی.
د جنرال دوستم هغه ویډیو کلیپ ته چې نوموړی په کې خپلو ملیشو ته د «لیوانو» په شان د خلکو په کورونو د برید او د هغوی د وژلو قومانده کړې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې داسې لیکلي:
«مونږ له داسې یو ناځوانه او وحشي دښمن سره مخ شو چې وايي: د لیوانو په شان د خلکو کورونو ته ننوزئ، دیوالونه یې ورته سوري کړئ او همداسې ووهئ او په مرمۍ یې وولئ… د داسې وحشي لیوانو او ګلم جم ملیشو له منځه وړل او مظلوم ملت یې له شره ژغورل زمونږ د ولس اساسي اړتیا ده.»
باید وویل شي چې جنرال دوستم وړمه شپه د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ ته له خپلو لسګونو ګلم جم ملیشو او ګڼو دولتي عسکرو سره یوځای د طالبانو پرضد د تصفیوي عملیاتو په موخه تللی ؤ، چې د ځايي خلکو په خبره هلته یې د خلکو کورونه لوټلي او ځینې ملکي یې بندیان او ځورولي دي.
جنرال دوستم چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د نوي سیاسي توافق له مخې د مارشال لقب ورکړل شوی، په اوسني حکومت کې هیڅ رسمي دنده نه لري؛ خو بیا هم سلګونه مسلح ساتونکي او ملیشې له ځان سره لري او داسې ویل کیږي چې تازه د هندوستان هېواد په مرسته غواړي شمال کې د ګلم جم ملیشو پخواني تشکیلات را ژوندي کړي.
جنرال دوستم تردې دمخه ۳ ځله د طالبانو په وړاندې په شمال کې سخت جنګېدلی؛ خو تردې دمه یې کومه څرګنده بریا نه ده ترلاسه کړې.
ګلم جم هغه بدنامې ملیشې دي چې د پخواني شوروي یرغل وروستیو کلونو کې د شوروي استخباراتو( کې جي بي) لخوا افغانستان کې د کمونیست رژیم د بقاء لپاره تمویل او تربیه شوې، د هېواد په سویل او سویل لویدیځو ولایاتو کې د ملکي خلکو پر وړاندې د بشري جنایاتو تور تاریخ لري.
د شوروي اتحاد له ماتې او کمونیستي رژیم له نسکورېدو وروسته د ګلم جم ملیشې زیاتره د کابل هوايي ډګر شاوخوا متمرکزې وې، چې د تنظیمي جګړو پرمهال د جنرال دوستم په مشرۍ لومړی د جمعیت اسلامي ګوند له مشر برهان الدین رباني او نظار شورا له مشر احمدشاه مسعود سره یوځای د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په مقابل کې سختې جګړې وکړې.
په ۱۹۹۲ کال کې د کابل هوايي ډګر او شاوخوا سیمو کې د ګلم جم ملیشو له شکست وروسته جنرال دوستم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د شورای نجات ملي اسلامي مشر صبغت الله مجددي سره یوځای د شورای عالي همانګي په نوم ټلواله جوړه کړې، تردې چې طالبان راغلل او د کابل په شمول یې د هېواد ۹۰ سلنه خاوره له ګلم ملیشو او ټوپکسالارانو څخه ونیوله، نو جنرال دوستم لومړی ازبکستان او بیا ترکیې ته وتښتېده.
په ۲۰۰۱م کال پر افغانستان د امریکايي یرغل سره همهاله جنرال دوستم له ترکیې څخه ازبکستان او له هغه ځایه د ځانګړې الوتکې په مرسته د بلخ ولایت غرنیو سیمو کې ته راوړل شو او هلته یې د امریکایي عسکرو سره یوځای د طالبانو پرضد جګړه پیل کړه.
د طالبانو د نظام له سقوط نه وروسته د حامد کرزي او ورپسې د اشرف غني په حکومتونو کې جنرال دوستم په لوړو پوځي رتبو ونازول شول او په مهمو پوځي دندو کې پاتې شو، ترڅو یې له اشرف غني سره اختلافات راغلل او دا مهال له رسمي دندو څخه پرته په جوزجان کې د خپلو ګلم ملیشو سره یوځای ژوند کوي.
د چارو شنونکي په دې باور دي، که اشرف غني احمدزی جنرال دوستم ته په شمال کې د ملیشه سازۍ زمینه برابروي او سترګې ورباندې پټوي، دا به کټ مټ هماغه تیروتنه وي چې د پخواني کمونیست مشر ډاکټر نجیب الله احمدزي لخوا د جنرال دوستم په مورد کې ترسره شوه او تر ټولو ستر زیان یې په خپله هغه ته ورسېده.
ولس بیچاره مو دومره در په دره کړ چی اوس همدی دوستم ته تمه لری خو طالب ته یی نلری.