افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحي عالي شورا: پر سولې پروسه د نړیوالو د باور زیاتولو په موخه باید اوربند وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل):د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وايي، په دې موخه چې پر سولې پروسه د نړیوالو باور زیات شي، طالبان باید په افغانستان کې روانه جګړه ودروي.

خوځون چې د کابل له مذاکراتي ټيم سره په دوحه کې دی، په یوه ویډيويي پیغام کې یې ویلي، چې د «جمهوریت ټیم» خپل لومړیتوبونه او د اجنډا لپاره له خپل لوري غوره کړي موضوعات طالبانو ته سپارلي او اوس  دې ته په تمه دي، چې طالبان هم د اجنډا موضوعات او خپل لومړیتوبونه وسپاري.

د خوځون په خبره، کله چې طالبان خپلمنځي بحثونه پای ته ورسوي او د اجنډا موضوعات دوی ته وسپاري؛ نو تر دوه اړخیز توافق وروسته به په اساسي موضوعاتو بحثونه پیل شي.

نوموړي ددې تر څنګ په هیواد کې د جګړې د شدت په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او په خبره یې، د سولې پر پروسه د نړیوالو د باور د زیاتوالي په هدف باید اوربند تامین او جګړه ودرول شي.

طالبانو که څه هم تر دې دمه د پورتنیو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې يې ټینګار کړی وو، چې مذاکرات باید په داسې موضوعاتو پيل شي، چې اسان وي او په تړاو یې دواړه لوري مشترکات ولري، تر څو ددوی له قوله، دواړه لوري یو بل سم درک کړي او مذاکرات په ښه فضاء کې مخته ولاړ شي.

د طالبانو په خبره، افغانستان کې لومړی باید د جګړې د پیلېدو عوامل له منځه یووړل شي او تر هغه وروسته د ډزبندۍ په اړه هوکړه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دطالبانوپه عوض زه جواب وایم ملحد حکومت بایدقدرت ومسلمان حکومت ته تسلیم کی ولی چه دیموکراسی هم دخلکوحکومت پرخلکودۍ دافغانستان ۹۹٪ خلک مسلمانان دی ۱٪ کمنستانوته څنګه حکومت پریږدی چه بیګانوو پرملک تپلۍ دۍ بیاخود په خوده اوربندکیږی.عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x