افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: که د اسلامي نظام حاکمیت او د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل تضمین شي؛ اوربند کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د کابل مذاکراتي ټيم په پرلپسې ډول له طالبانو د اوربند غوښتنه کوي، او هغوی تورنوي، چې په افغانستان کې د جګړې درېدل نه مني؛ طالبانو ویلي، که دوی پوه شي چې د اهدافو د تحقق لپاره جګړې ته اړتیا نه لیدل کېږي؛ نو اوربند به وکړي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» له شریعت غږ راډيو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې «اسلامي امارت» له پیله د سولې د قیام او د جګړې د ټغر د ټولولو په موخه تاسیس شوی او اوس هم د جګړې پای ته رسول ورته لومړیتوب ولري.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې طالبان څه وخت د اوربند غوښتنه مني؟ وویل، چې که د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء رامنځ ته شي او طالبان پوه شي، چې اهداف له جګړې پرته لاسته راتلای شي، نو جګړه به ودروي «مثلا که د اسلامي نظام حاکمیت، د بهرنیو ځواکونو بشپړ خروج او د هیواد خپلواکي تضمین شي او موږ ډاډه شو چې هغه اهداف چې ولس ورته قرباني ورکړې او شل کاله یې د لاسته راوړلو مبارزه کړې؛ له جګړې پرته لاسته راځي، نو هماغه وخت اوربند هم د بحث موضوع ده او هم يې په اړه توافق کېدای شي.»

د مجاهد په خبره، طالبان ژمن دي، چې د جګړې عوامل له منځه یوسي او یوه دایمې سوله تامین کړي؛ تر څو هیواد د ثبات حالت ته وګرځي.

مجاهد ددې تر څنګ په امریکا کې د ولسمشر او ادارې بدلون ته په اشارې وویل، چې طالبانو د دوحې تړون د امریکا له نظام سره لاسلیک کړی او له کوم ټاکنیز ټیم سره یې نه دی لاسلیک کړی، چې په تګ يې تړون لغوه شي.

د طالبانو له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د کابل مذاکراتي ټیم ټینګار لري چې تر هرڅه وړاندې باید طالبان د اوربند په اړه ورسره خبرې وکړي او جګړې ته د پای ټکې کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څه رقم اسلامی نظام لږ خو طالبان باید تشریحات ورکړی. اوس خو کابل هم وایی جمهوریت اسلامی نو د طالبانو په اسلامی نظام کی به د کابل د حکومت سره څه توفیر یی؟ ممکن چی وهل، ټکول خلکو پسی قمچینی او سوټی راخیستل پکی زیاد وی او بس. بیا دا هر څه په خبرو او اسلامی روش سره تر سره کیږی نه په جنګ او ځان وژنه. سړی غوندی کینی او د انسانانو په څیر خبری سره وکړی کنه نو يو ورځ همدا قطر او نور کفار تاسو ووایی چی ځی ورک شی تاسی حیوانات هیڅکله سره جوړیدای نشی. بیا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x