افغانستان

مشرانو جرګه: بایډن دې د افغانستان لپاره د واشنګټن پر اوسنۍ پالیسي له سره غور وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشرانو جرګې غړو د امریکا له تازه ټاکل شوي ولسمشر «جوبایډن» څخه غوښتي، چې د افغانستان په اړه د امریکا پر اوسنۍ پالیسي له سره غور وکړي او د کابل او واشنګټن تر منځ لاسلیک شوی امنیتي تړون پلې کړي.

د مشرانو جرګې سناتورانو په نننۍ غونډه کې وویل، چې د امریکا پخواني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري د افغانستان په اړه غوره کړل شوې پالیسي باید له سره وارزول شي او نوی ولسمشر «بایډن» دې د کابل او واشنګټن تر منځ لاسلیک شوي امنیتي تړون ته ژمتیا وښيي.

د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» په افغانستان  کې د امریکا ګټې ارزښتمنې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې بایډن باید د «افغانانو» ملاتړ وکړي او د کابل-واشنګتن تر منځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون پر بنسټ پالیسي غوره کړي.

د مشرانو جرګې يوې بلې غړې «انارکلي هنریار» هم له امریکا وغوښتل، چې افغانستان کې د سولې او ثبات تامین ته کار وکړي او په دې برخه کې نوې پالیسي غوره کړي؛ ځکه ددې په خبره،د طالبانو او امریکا تر منځ شوی تړون تر پښو لاندې شوی او سرغړونې ترې شوې دي.

د مشرانو جرګې یو بل سناتور «سید صفی الله هاشمي» بیا هیواد کې د روانو ستونزو پړه پر امریکا اچوي او له یاد هیواد غواړي، چې د افغانستان په اړه یوه معتدله پالیسي غوره کړي؛ تر څو افغانستان د سولې او ثبات څښتن شي.

د مشرانو جرګې پورتنۍ غوښتنه داسې مهال ده، چې د  امریکا پخواني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ټاکنې بایللي او سبا به نوی منتخب ولسمشر «بایډن» د واک واګې په لاس کې واخلي.

ټرمپ په افغانستان کې د جګړو مخالف وو، او د خپلو عسکرو د ستنولو لپاره یې له طالبانو سره په دوحه کې يو تړون لاسلیک کړ، چې په اساس يې ټول بهرني ځواکونه د روان میلادي کال د می میاشتې تر نیمایي پورې له افغانستانه وځي.

د کابل حکومت چارواکي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو اندېښمن کړي، تر دې وړاندې يې هم پر امریکا غږ کړی وو، چې له طالبانو سره کړی تړون بیا وارزوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

اوس دی سپیانو ته ګوری. بایدن یی ولاکه په تاسو پاک هم کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x