افغانستان

«د امریکا اتلس زره قراردادیان لا هم افغانستان کې شته»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د هغوی شمېر د تېرو دوو لسیزو په پرتله په تر ټولو ټيټه کچه کې دی؛ پنټاګان وايي، اتلس زره قراردادیان چې د امریکایي عسکرو د لوژستیکي مرستې او نورو همکاریو لپاره استخدام شوي وو؛ لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

له امریکا خپرېدونکې سټرایپ مجلې د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اساس لیکلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر په نسبت اووه برابره قراردادیان هلته شتون لري، چې ۴۷۰۰ یې افغانان دي او پاتې نور يې د یوګندا، نیپال او نورو بهرنیو هیوادونو اوسېدونکي، چې دریمه برخه یې امریکایان جوړوي.

د یاد راپور په بنسټ، افغانستان کې مېشت قراردادیان لوژستیکي همکاري کوي او ۱۶ سلنه امریکايان او نور بهرني هغې يې د بیسونو او مرکزونو د ساتنې لپاره په امنیتي برخه کې په دندو بوخت دي چې شمېر یې ۱۵۷۵ ته رسېږي.

راپور کې راغلي دي، چې له تېر اکتوبر را وروسته افغانستان کې د امریکایي پوځيانو د شمېر د کموالي او د لوژستیکي او نورو همکاریو د کچې د ټيټوالي له امله د قراردادیانو په شمېر کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۴۳۰۰ قراردادیان له افغانستانه وتلي.

د امریکا د دفاع وزارت راپور داسې مهال دی، چې د طالبانو-امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د زرګونو امریکایي عسکرو تر وتلو وروسته اوس په افغانستان کې د هغوی شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ شوی.

د یاد تړون په اساس ټول بهرني ځواکونه او د هغوی قراردادیان باید د روان میلادي کال د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

اضافه ددی څخه تش په نامه امریکائي افغانان د سی آي اي له خوا په زرهاو افغانستان کښی تیت کړ شوی دی ، شورویان وشړل شول او غلامان ئي غربی نړۍ ته پناه یووړه او شوروی د افغان ملت په قهرمانه مقاومت سره وشړیده او خبیث کاؤبائي امریکا د افغان ملت جهاد بریالتوب ئي پښاور او تهران کښي ایجاد شوو غلامان نامه باندی تمام کړ او اوس غوښتل کیږی چی خپل عسکر وباسی او د افغانستان کنترول د خپلو غلامانو په وسیله پر مخ بیائي ، امریکا په کابل کښي هر قاتل ته اضافه د معاش د ساتنی لپاره په… نور لوستل »

رښتينيار

په ګران افغانستان کي که ځيني بې شخصيته او د څو پيسو وږي پردي پال وي، وي به، خو نور ګرد افغانان ګران افغانستان خپله موږ او خپل ناموس بولي او پر ننګ يې تر سر اومال داسي تېر دي، او داسي ځانونه پر قرباني کوي لکه پتنګ چي پر شمعه ځلن ستي کوي. دوی نور په ګران افغانستان کي د امريکې له سفارت او د هغه له لارم پرسونل پرته بل هيڅ نظامي او د استخباراتي شبکو جواسيس نه مني. دا هيواد د افغان وو، دی او وي به، دلته پردي، پردۍ ايډيالوژي او پردي پالنه د ناچلي سکې… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x