
د دوستم له اخطار یوه ورځ وروسته فاریاب کې ۱۳ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې تیره شپه ۸ تنه د ملي امنیت عسکر او اربکیان په داسې مهال د طالبانو برید کې وژل شوي، چې یوه ورځ مخکې جنرال دوستم د طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو پیلولو اعلان کړی ؤ.
دا پېښه تیره شپه د پښتونکوټ ولسوالۍ په آبګردان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د ملي امنیت او محلي پولیسو یوه ګډه پوسته د طالبانو تر برید لاندې راغله.
په آبګردان کې د عامه نظم د پولیسو قومندان فیروز دهندره رسنیو ته ویلي، د تیرې شپې په جګړه کې ۵ عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، په ځوابي ډزو کې یې ګڼو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې؛ خو د شمېر په هکله یې معلومات نه دي ورکړي.
بل لورته د طالبانو قاري یوسف احمدي بیا په دغه برید کې د ۸ اربکیانو(محلي پولیسو) د وژلو او ۲ ټپي کولو ترڅنګ د هغوی د ۹ میله وسلو د «ولجه» کولو خبر ورکړی دی.
نوموړي رسنیو ته ویلي، یاده پوسته یې ځکه تر برید لاندې راوستلې، چې عسکرو یې له ملکيانو څخه په یوه او بله پلمه پیسې اخیستې او خلک یې ځورول.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په فاریاب کې د ګلم جم ملیشو مشر جنرال دوستم خپلو ملیشو او دولتي عسکرو ته سپارښتنه کړې وه، چې د لیوانو په څیر د خلکو په کورونو ور ننوزي، دیوالونه یې ور سوري کړي او له یوې مخې یې ووژني.
که څه هم د جنرال دوستم دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي وو؛ خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د نوموړي عملیات او اخطارونه هسې نمایشي بللي او زیاته کړې وه، چې په فاریاب او جوزجان ولایت کې د طالبانو پراخ حضور به جنرال دوستم «تېښتې» ته اړباسي.
DA GAZ AW DA MAIDAN