د روژتي خواړه: مستې او خرما

مستې د کلسيومو غني غذا ده، چې د انسان هډوکي ته قوت ورکوي، برسيره پردې چې داکتران عامو وختونو کې د مستو پر خوړلو ټينګار کوي روژه کې يې هم ګټورې بولي، هغه روژه تي چې پيشنمي کې يې مستې خوړلي وي د ورځې د تندې احساس نکوي. څيړونکي وايې: مستې د اوبو غني هم دې، او د مالګې مقدار پکې ډېر کم دی نو ځکه روژتي له ډېرې تندې ژغوري او بدن يې يخ ساتي. هغه خلک چې غواړي وزن يې زيات نشي نو بايد د مستو پرمخ پروت غوړ ټول کړي.
خرما ۷۰٪ خواږه او ۲۰٪ سلنه پروتين او نور معدني مالګې لري، جسم ته ډېر قوت ورکوي. څرنګه چې خرما ځان کې د خوږو لوړ مقدار لري نو معدې ته يې هضم ډېر اسانه دی، او جسم ته ډېره انرژي پريږدي.
د الجزيرې روغتيايې څيړنې د خرما او مستو استعمال لپاره لاندې لارښوونې کوي:

o    مستې او خرما يوه پياله کې ګډ وخوره چې دا صحي او هم خوندوره غذا ده.
o    مستې د پيشنمي او روژه ماتي وخت کې له مالګې خالي وڅښه.
o    څرنګه چې د روژه ماتي وخت کې انسان ډېر وږی وي، نوخپل روژه ماتی بايد په خرما شروع کړي، ځکه خرما لوږه کموي، او اشتها کنترولوي.
o    د ښه پيشنمي لپاره مستې د بادرنګ سلاطې سره وخوره، مستې او بادرنګ دواړه جسم کې د اوبو کمی پوره کوي.
o    مستې د واورو سره ولړه، او بيا يې يخې وڅښه.
o    د شکرې ناروغان بايد د خرما د استمعال په اړه داکتر سره مشوره وکړي، ځکه سره د دې چې خرما قوي ده خو خوږالی يې شکر ناروغ ته ښه نده.
o    د غاښونو نظافت پوره پاملرنه بايد وکړای شي، ځکه خرما ډېر خواږه لري او دا غاښونو بکتريا تغذيه کوې چې پای کې د غاښ د خوسا کېدو او ورستېدلو سبب ګرځي.

محمد کروړ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د