لیکنېنظــر

دې ارګ مېشتو دا خلک سخت تېر ايستلي دي!

عبدالمالک همت

د سولې په وړاندي د ارګ مېشتو د پرله پسې او ډول ډول خنډونو اچولو په لړ کي د امرالله صالح له خوا نوې خبره د طالب بنديانو د اعدامولو ده. اوس نو د دغو کسانو دې سولي ضد دريځونو ته په کتو سره د عقل د څښتن زړه ته نه لوېږي چي سوله دي دلته د خبرو له لاري پلې سي.

نو څه به کېږي ؟ د سولي د خبرو د ناکامۍ په پايله کي طالبان اړ کېږي چي د ارګ مېشتو، کوم چي د اشغالګرو په زور او ملاتړ تر ارګه بې استحقاقه رسېدلي دي د پلويو عسکرو او نورو سره جنګ بيرته تر پخوا لا په شدت سره پیل کړي.

د امريکايانو حالت ته په کتو داسي ښکاري چي نور هغوی دلته نه جنګ کوي او نه لګښت او د دوحې د توافقنامې سره سم به د روان کال د می تر مياشتي خپل پاته پوځي ځواکونه ټول وباسي. خو که احياناً امريکايي پوځونه ونه وزي دلته به جګړه لا زياته شديده سي.

البته جګړه خو کوم ساده ساتېری نه دی، دلته به له يوې خوا د امريکايي عسکرو او د ارګ مېشتو عسکرو او ملېشو ويني بهيږي، له بلي خوا به طالب اتل جنګيالي د هيواد د خپلواکۍ د ګټلو په موخه په وياړ او مېړانه سرونه ورکوي او عام خلک به په دې منځ کي د سختو کړاوونو، بخولو او مرګ ژوبلو سره مخ وي.

په دې صورت کي بيا دا نه معلومېږي چي دا جګړه به نور لا څومره دوام وکړي، خو يوه خبره يقيني ده او هغه دا چي امريکايان به بيا هم له دې هيواده په سخته ماته وزي. په هر ډول چي وي د دې جګړې يوه خوا په ماته محکوم امريکايي پوځيان او ارګ مېشتي او د هغو بې روحيې عسکر دي او بلي خواته طالبان او۳۵ مليونه ولس دی.

نو داسي اټکل کېږي چي که سوله نه کېږي او جګړه دوام ومومي د دې جګړې دروند پېټۍ به ټوله د افغانانو پراوږو پروت وي. د ارګ مېشتو پلوي عسکر او ملېشې به پرله پسې مري، د حکومت کار کوونکي او پلويان به هلته دلته وژل کېږي، پر ولس به نور کړاوونه هم تر دې لا زيات سي او نهايي پايله به داوي چي طالبان او ولس به د مټه په زور بريالي کېږي، څو تنه ارګ مېشتي به د سترګو په رپ کي بهر ته وتښتي او پلويان به يې د طالبانو او ولس رحم وکرم ته پاته وي.

نو چي په پای کي د امريکايانو نن وي که سبا وتل او د ارګ مېشتو تېښته حتمي وي، نو دا د سولي شورا، دا د سولي مذاکراتي ټيم، دا دولتي چارواکي او امنيتي ځواکونه د څه لپاره د دې څو تنو نه پايښتي ملګرتيا او پلوي کوي؟ وايي: «هر چه نه پايد دلبستگي را نه شايد».

دا يې نخښه چي د ارګ څو تنه به د دولت د بوديجې له ۹۱ او نورو کودونو او نورو لارو خپل جيبونه ښه ډک کړي، خپل پلويان به تر خپلو ځانونو او ګټو قربان کړي او پای به په بهر ملکونو کي عياشۍ کوي او پلويان به يې خوار خسته، بې وزلي بېچاره دلته پاته وي.

په پای کي:

امريکايان نه بايد چي نور هم د دې څو تنو ارګ مېشتو محافظ پوليس اوسي.

د ارګ مېشتو پلويان او ګماشته ګان نه بايد د دې څو تنو لپاره د دروږ پسونه سي.

حکومتي عسکر نه بايد د دې څو تنو خپل چاروکو لپاره ځانونه ووژني.

ګورئ دې څو تنو د ارګ غاصبانو سخت غولولي ياست!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

همت صاحب ! ستاسو دا لیک او وړاندینه , ښه په ځای او ان شاءالله به په دغه شان کیږې ۔ په قلم دې برکت۔

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x