
روسیه وایي د کرونا ضد دوهم واکسین یې ۱۰۰ سلنه فعال دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): د روسیې روغتیا څارنې سازمان چارواکو سه شنبه اعلان وکړ چې د کرونا ویروس پر وړاندې دوهم چمتو شوي واکسین یې ۱۰۰ سلنه اغیزناک دي.
د روسیې «ټاس» خبري اژانس ویلي، کلنیکي ازموینو دوهم واکسین سل سلنه موثر ثابت کړي دي.
په تېر نومبر میاشت کې د روسیې په سایبیریا سیمه کې د ویکټور انستیتیوت له لوري د دوهم واکسینو «ایپیواک کرونا» ډله ایزې ازموینې ترسره شوې دي.
ماسکو وایي چې د کرونا پر وړاندې یې لومړي واکسین «سپوتنیک وي» د لومړیو ازموینو له مخې د خلکو په ساتنه کې ۹۲ سلنه اغیزناک دي.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو د کرونا واکسین پېل شوي چې تر دې دمه ملیونونه کسان واکسین شوي او لا هم دغه پروسه سوکه مخ پر وړاندې روانه ده.
د روسیې سپوتنیک وي واکسین په نړۍ کې لومړني وو چې تر ټولو وړاندې یې د چمتو کېدلو دعوه وکړه، خو هغه مهال دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تایید نشول.
د روسیې واکسین اوسمهال په هندوستان، عربي امارات، مصر، وینزویلا، بیلاروس کې د ازموینو لاندې، او په الجزایر، ارجنټاین، بیلاروس او سربیا کې د سرایت لپاره ثبت شوي او په روسیه کې په بیړني ډول کارول شوي دي.