ځانګړي راپورونه

د افغانستان په اړه د جو بايډن ممکنه تګلاره؛ د کابل حکومت او طالبان ترې جلا جلا هيلې لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې، چې ۷۸ کلن جو بايډن نن د امريکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي او په لومړيو ورځو کې د افغانستان په شمول د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خپل دريځ او تګلاره اعلان کړي.

جو بايډن، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ پورې مرستيال ولسمشر و، د افغانستان جګړې مخالفت يې کاو او دلته يې د ځواکونو د زياتېدو په اړه منفي نظرونه درلودل.

اوس، چې نوموړی په رسمي ډول د امريکا ولسمشر ټاکل شوی او نن يې د لوړې مراسم دي، د نورو قضيو سربېره د افغانستان موضوع د هغه لپاره مهم لومړيتوب دی، چې بايد په اړه يې خپله تګلاره روښانه کړي؛ ځکه چې د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاین پر مهال نوموړي ويلي و، دی به د بريا په صورت کې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.

له تېرو دوو لسسيزو راهيسې له جارج ډبليو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ وروسته جو بايډن څلورم ولسمشر دی، چې د افغانستان جګړه په ميراث ور پاتې کيږي.

ټرمپ

که څه هم جو بايډن د امريکا له تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د کورني سياست سربېره په يو شمېر مهمو موضوعاتو سخت اختلافات لري، خو له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په اړه يې تر اوسه له هغه سره مخالفت نه دی کړی.

ډونلډ ټرمپ د اقليم بدلون په اړه د پاريس له تړونه وتلی، همدارنګه له ایران سره له شوي اټومي تړونه هم په يو اړخيزه توګه وتلی، د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې يې د يو شمېر مسلمانو هېوادونو پر اتباعو سفري بنديزونه لګولي، خو ويل کيږي، چې جو بايډن به د واک له تر لاسه کولو سمدستي وروسته په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او د ټرمپ د دريځ پر خلاف تګلاره به غوره کړي.

خو د افغانستان سولې او د امريکايي پوځيانو وتلو په اړه يې تر اوسه د ټرمپ د دريځ مخالفت نه دی کړی او لامل يې هم شايد دا وي، چې جو بايډن په خپله د افغانستان د جګړې مخالف دی.

جو بايډن چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د هغه مرستيال و، په خپلو څرګندونو کې يې افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو مخالفت کاو او يو ځل يې ويلي و، چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره دی خپل زوی «عسکر» نه شي قربانولی.

د ټرمپ او جو بايډن د دريځ ممکنه توپير

د تېر ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې امريکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړ، چې له مخې به يې ټول امريکايي پوځيان د ۲۰۲۱ د مې مياشت تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي، خو اوس، چې بايډن لوړه کوي، يادې ټاکل شوې نېټې ته يوازې سل ورځې پاتې دي.

د چارو کارپوهان وايي، کېدای شي د بايډن اداره غوښتنه وکړي، چې لږ شمېر عسکر د القاعدې او نورو وسله والو ډلو پر ضد د جګړې لپاره پاتې کړي او يا هم د عسکرو د ويستلو لپاره د نور وخت غوښتنه وکړي.

د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، د جو بايډن اداره به د يو شمېر عسکرو د پاتې کېدو غوښتنه وکړي، خو د دې لپاره هم د طالبانو هوکړه اړينه ده، خو داسې نه ښکاري، چې طالبان به يې ورسره ومني.

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی
د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

د افغانستان د چارو امريکايي کارپوه بارنيټ روبين په خپلې وروستۍ مقاله کې ويلي، که د بايدڼ اداره د دوحې تړون د لغوه کولو پرېکړه وکړي، امريکا به په سيمه کې له مخالفتونو سره مخ شي او ښايي روسيه يو ځل بيا د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې پيل کړي، چې امريکا دې کار ته نه ده تياره.

بارنيټ روبين وايي، ښايي د بايډن اداره د تړون تاييد وکړي، خو کيدای شي، د ځواکونو ويستلو په اړه په تړون کې د شپږ مياشتو ځنډ په موخه د تعديل غوښتنه وکړي.

د هغه په وينا د دې تعديل لپاره بايد امريکا تر افغان حکومت او طالبانو مخکې د سيمې د مهمو هېوادونو يعنې د روسيې، چين او پاکستان ملاتړ خپل کړي.

باينټ روبين د امریکا پخوانی دیپلوماټ او سیاسي تحلیلګر

بارنيټ روبين وايي، که دغو هېوادونو د تعديل په اړه د امريکا د دريځ پخلی وکړ، بیا له طالبانو سره هم پرې خبره ممکنه ده او که د سيمې هېوادونو يې ملاتړ ونه کړ، امريکا بايد خپل پوځيان له کړې ژمنې سره سم وباسي.

د طالبانو او کابل حکومت هيلې

طالبان وايي، دوی د امريکا له دولت سره تړون کړی او د جو بايډن له ادارې يې هم غوښتي، چې د جګړې ختمولو په اړه دې تړون ته ژمنه پاتې شي او خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

خو د کابل حکومت مشر اشرف غني او د هغه دواړه مرستيالان بيا د دې تړون مخالفت کوي.

اشرف غني تېره اونۍ په کابل پوهنتون کې يوې غونډې ته وويل، چې د امريکا او طالبانو په تړون کې ځينې مادې ګونګې دي او دوی ورسره مخالف دي.

د اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح هم د دې تړون مخالفت کړی او ويلي يې دي، چې امريکا د دوحې په تړون کې طالبانو ته ډېر امتيازات ورکړي ډي.

د غني دوهم مرستيال سرور دانش هم د تړون په مخالفت کې بار بار څرګندونې کړي او غوښتنه يې کړې، چې د بايډن په مشرۍ د سپينې ماڼۍ نوې اداره بايد په دې تړون له سره کتنه وکړي.

څه ممکن دي؟

داسې ښکاري، چې امريکا لپاره خپلې ګټې مهمې دي او ښايي د کابل حکومت د چارواکو څرګندونو ته اهميت ور نه کړي او د پوځيانو ویستلو او د افغانستان راتلونکي په اړه د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او عملي يې کړي.

د چارو کارپوهان وايي، که امريکا له طالبانو سره شوی تړون لغوه کړي، دا به په لوی لاس د جګړې غځولو او د سيمې هېوادونو دوښمنۍ ته زمينه برابره کړي.

د امريکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايډن

بارنيټ روبين وايي، د سيمې هېوادونه او طالبان د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه يو دريځ لري او که امريکا دا تړون لغوه کړي، په سيمه کې به د طالبانو دريځ نور هم پياوړی شي او ټوله سيمه به د امريکا په خلاف د طالبانو د دريځ ملاتړ وکړي او امريکا نه غواړي، چې د ځان په اړه د سیمې هېوادونو مخالفتونه او حساسيتونه راوپاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x